Friday, December 30, 2011

کرن خان. زه د لغمان


زه د لغمان په لورې ځمه
ساه مې ماته ، ماته کېږي او لارې اوږدې دي
 خو ځان جانان ته رسومه
 په زړګي مې راورېږي او شوې مودې دي
٭٭٭
منځ کې ولاړ راته تورخم دې
ساه  مې بې ساه دی
دا چا تړلی بند  د  غم دی
یار ترې پناه دی
د مینې یو ټولګی عالم دی
د بېلتانه سره د شام پورې پوځونه

٭٭٭
ما خو ټول ژوند د یار په نوم کړو
نور به څه غواړي
مینې مې زړه لکه ماشوم کړو
په چغو ژاړي
بېلتون دې قدر رامعلوم کړو
اوس به سلام په دوه لاسي درته کومه

٭٭٭
ما ځوروي د څه لپاره
ژوند مې وبال شو
مئېن دې ولې کړم  خدایه
عجب مې حال شو
بېلتونه کور دې راته ښاېه
د زور دې نه یم ننواتې له درځمه

٭٭٭
امجده دا څنګه سفر دی
چې نه ختمېږي
زما خو پنډ د غم په سر دی
وخت نه تېرېږي
د مسافرو څه اختر دی
ماښام پردي دېوال ته مخ کړي وژاړینه

٭

Friday, December 9, 2011

لطيف ننګرهاری


د دې شنه اسمان د لاندې خدایه بیا ولې لوګی دی
د دې شنه اسمان د لاندې خدایه بیا ولې لوګی دی
سرې لمبې ترې پورته کیږي د افغان بچو ښونځی دی
د مکتب زنګ یې مړ شوی په ګولېو سوری، سوری دی
د افغان بچو ښونځی دی
د افغان بچو ښونځی دی
٭٭٭
ماشومان وايي سلګو کې مونږ ته چا نه دي خندلي
په سرو مو لاس راکاږﺉ مونږ هر چا ېو ژړولي
څوک د اور جامو کې راشي کتابونه رانه اخلي
بس د دې وطن کمی دی
د افغان بچو ښونځی دی
٭٭٭
مور به چا ته دعا وکړي مور به چا ته اوښکې توی کړي

د خپل پلار په شمله خاندي چې نا اهله بچیان لوی کړي
ناپوهي توره بلا شي د مور غېږ د زدکړې ځای دی
هم زانګو د زدکړې ځای دی
د افغان بچو ښونځی دی
٭٭٭
چې مکتب کوم ځای کې نه وي هغه کور کلی بدرنګ دی
د معارف رڼا مې وژني د افغان ناپایه جنګ دی
بابرزی ورته حېران دی په قلم مې ځوان شرمېږي
خو ټوپک ته مېړنی دی
د افغان بچو ښونځی دی
٭٭٭
شاعر : شفیع الله بابرزی
----------
هر څوک چې ښونځي سېزي زمونږ دښمن دی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭
دا سندره دلته وګورﺉ او واورﺉ

Saturday, December 3, 2011

جاوېد اميرخېل


دا سندره دلته وګورﺉ 
--------------
 له کلي لرې
 دغره ګورګورې
 داسې خوږې دي
 لکه شکرې
 زه يوماشوم يم
 ټوکرۍپه غاړه
 څپلۍ مې پرې دي

يوه نه دواړه
٭٭٭٭
 الله په پښه کې
 مې مات ازغی شو
 واخ مورې زړه مې
 سوری سوری شو
 په بل ازغي مې
 ازغی راوکيښ
 له زړه مې سوی
 زګيروی راوکيښ
 ټوکرۍ مې ډکې 
 کړې له ګورګورو
 له مستۍ سر يم
 اوس په سندرو

 اوس به کړم خرڅې
 تورې ګورګورې
 بيابه راوړمه
  نورې ګورګورې
٭٭٭٭
ډک به مې جېب شي

 روپۍ پې کيږي
 دزړه شربت او
 ګولۍ پې کيږي
 مور مې ناروغه
 زړه يې رپيږي
 چې لمونځ کوي هم
 ساه يې لنډيږي

 دزنګ اواز دی 
 مکتبيان راغلل
 ګورګورې اخلي
 ماشومان راغلل

 دوی راته وايي
 چې بېسواده
 ټوکرۍ په بيه؟

 
او که وړيا ده؟
٭٭٭٭
 تورولاسونو
 پورې مې خاندي
 يوبل ته ګوري
 اشارې کاندي
 دوی ښه ښکاريږي
 پاکوجاموکې
 زده يې خبرې 
 په کتابوکې

 زمالاسونه
 تورپه ګورګورو
 ډېرسودايي کړم
 د دوی خبرو
 چې بېسواده
 به څه ته وايي؟
 چې دابه بداو
 که ښه ته وايي؟

 که ښه ته وايي؟
»
شاعر:  پیرمحمد کاروان
د خدا
ی په خاطر!
د افغان بچو ښونځي مه ورانوﺉ