Friday, January 20, 2012

په شا مې -کرن خان


په شا مې له دې پورې غره  سېتار راوړی و
يو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و
»»»
دا نن چې يوه پېغله وه خزان ، خزان  روانه
پرون  سيند يو زلمی لکه بهار راواړی و
يو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و
»»»
دا څومره قامتونه دغې سپينې جامې ړنګ کړل !
دې پير خو په لستوڼي کې ښامار راوړی و
يو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و
»»»
تر ډېره مې په ياد دبنګړو شرنګ د ملنګ بنګ وو
په سترګو کې مې ټول خومار،  خومار راوړی و
يو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و
»»»
د ښار د ښايستونو مازيګر به په کې ورک شو
لېموکې مې چينه، چيلم، چينار راوړی و
يو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و
»»»
چې ځم لاس پر سينه وړم له يو مات زړه سره درومم
يو روغ زړه مې له کلي نه تر ښار راوړی و
يو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و
»
شاعر:  اجمل اند