ای زما د مینې
باده
د لرغون پښتون له یاده
د غېرت له ډکه هېواده
او راشه ، او راشه
راشه ما د ځانه سره واخله
راشه ، او راشه
راشه ما د ځانه سره واخله
==========
د تاریخ د مینې پلار ته
د غېرت د مینې مور ته
د نیکه د شملې کور ته
خپلو مټو ته خپل زور ته
دلته هر کار د غرض شو
دلته هر چم د نخرو شو
ېارانې په شفتالو شوې
ژوندون دلته د پېسو شو
ورورولي تربورولي شوه
نغرۍ هم د پردو شو
په جرګو کې درغلي شوه
په لښکر کې غمازي شوه
په حجرو کې پټ پټونی
په جومات کې دلالي شوه
په حجرو کې پټ پټونی
په جومات کې دلالي شوه
دا خو هغه ژوندون نشو
چې پرون مې د بابا و
هغه کور او کلی نشته
چې یې زه وم او زما و
==========
راشه ، راشه ما مجنون کړه
صحراه هم شته لېلا هم شته
د وطن د بام په څنډو
شین خالۍ په خندا هم شته
لا رګونه د پښتو شته
پکې رنګ د وینې هم شته
لا لمسو کې د نیکونو
هغه رنګ د مینې هم شته
اباسین چرې،چرې شو
غورځنګونه یې لا شته دی
ملکنډ سوری،سوری شو
خو په سر کې لوړتیا شته دی
بهرامان به هم پېدا وي
خو ایمل او خوشالا شته
قافله کې به چل ول وي
خو جرس د غږېدا شته
خړو پړو تړو لاندې
سره بڅري د لمبو شته
د غرض سود او سودا شوه
خو لا تله د پښتو شته
==========
ای زما د مینې باده
او راشه ،راشه ما پښتون کړه
راشه ننګ زما ژوندون کړه
راشه پت زما قانون کړه
لکه لوړ د خېبر سر مې
لر او بر ته یو شمله کړه
غېرتونه یو لښکر کړه
راشه سره وینه جرګه کړه
داسې چاته برخه ورکړه
دا زما،دا زما پرېږدي
خپله ډول سرنا راواخلي
د بل مخ کې ګډا پرېږدي
دا چې توره دې زما وي
او مړۍ دی د لالا وي
دا عادت که سیاست دې
اوس دې ورک له پښتونخوا وي
لکه مخ د تورې سپین دی
دا خبره دې صفا وي
د هغه دې د هغه وي
خو زما دې بس زما وي
زلمی فصل رالوېږي
ترېنه جوړه یو غونچه کړه
دغه نوی دنیاګۍ ته
ښکلاګانې دې ښکاره کړه
==========
شاعر: ارواښاد اجمل خټک
اواز : هارون پاچا
البم : درمان
د لرغون پښتون له یاده
د غېرت له ډکه هېواده
او راشه ، او راشه
راشه ما د ځانه سره واخله
راشه ، او راشه
راشه ما د ځانه سره واخله
==========
د تاریخ د مینې پلار ته
د غېرت د مینې مور ته
د نیکه د شملې کور ته
خپلو مټو ته خپل زور ته
دلته هر کار د غرض شو
دلته هر چم د نخرو شو
ېارانې په شفتالو شوې
ژوندون دلته د پېسو شو
ورورولي تربورولي شوه
نغرۍ هم د پردو شو
په جرګو کې درغلي شوه
په لښکر کې غمازي شوه
په حجرو کې پټ پټونی
په جومات کې دلالي شوه
په حجرو کې پټ پټونی
په جومات کې دلالي شوه
دا خو هغه ژوندون نشو
چې پرون مې د بابا و
هغه کور او کلی نشته
چې یې زه وم او زما و
==========
راشه ، راشه ما مجنون کړه
صحراه هم شته لېلا هم شته
د وطن د بام په څنډو
شین خالۍ په خندا هم شته
لا رګونه د پښتو شته
پکې رنګ د وینې هم شته
لا لمسو کې د نیکونو
هغه رنګ د مینې هم شته
اباسین چرې،چرې شو
غورځنګونه یې لا شته دی
ملکنډ سوری،سوری شو
خو په سر کې لوړتیا شته دی
بهرامان به هم پېدا وي
خو ایمل او خوشالا شته
قافله کې به چل ول وي
خو جرس د غږېدا شته
خړو پړو تړو لاندې
سره بڅري د لمبو شته
د غرض سود او سودا شوه
خو لا تله د پښتو شته
==========
ای زما د مینې باده
او راشه ،راشه ما پښتون کړه
راشه ننګ زما ژوندون کړه
راشه پت زما قانون کړه
لکه لوړ د خېبر سر مې
لر او بر ته یو شمله کړه
غېرتونه یو لښکر کړه
راشه سره وینه جرګه کړه
داسې چاته برخه ورکړه
دا زما،دا زما پرېږدي
خپله ډول سرنا راواخلي
د بل مخ کې ګډا پرېږدي
دا چې توره دې زما وي
او مړۍ دی د لالا وي
دا عادت که سیاست دې
اوس دې ورک له پښتونخوا وي
لکه مخ د تورې سپین دی
دا خبره دې صفا وي
د هغه دې د هغه وي
خو زما دې بس زما وي
زلمی فصل رالوېږي
ترېنه جوړه یو غونچه کړه
دغه نوی دنیاګۍ ته
ښکلاګانې دې ښکاره کړه
==========
شاعر: ارواښاد اجمل خټک
اواز : هارون پاچا
البم : درمان
No comments:
Post a Comment