Wednesday, May 23, 2012

دا سندره دلته وګورﺉ

په لار  راځي په کار نه راځي څه ورسره وکړو
یو کال کېږي چې ېار نه راځي څه ورسره وکړو
----
پښتو وایو پښتو کوو په خپل خاوره اوسو
خو لاس کې مو اختیار نه راځي څه ورسره وکړو
یو کال کېږي چې ېار نه راځي څه ورسره وکړو
----
زه خوږ پېښور پرېږدمه لغمان ته پسې لاړ شمه
وا ! اشنا له ننګرهار نه راځي څه ورسره وکړو
یو کال کېږي چې ېار نه راځي څه ورسره وکړو
----
په تېښته د کابله تله د ځان سره لګیا و
یار چل د دې چنار نه راځي څه ورسره وکړو
یو کال کېږي چې ېار نه راځي څه ورسره وکړو
-----
اتله رومال اخلم ستا نامه پرې ګل کومه
خو کلي ته ټووک مار نه راځي څه ورسره وکړو
 یو کال کېږي چې ېار نه راځي څه ورسره وکړو


Sunday, May 13, 2012

هارون باچا

دا سندره دلته واورﺉ
ای  زما د مینې باده
د لرغون پښتون له یاده
د غېرت له ډکه هېواده
او راشه ، او راشه
راشه ما د ځانه سره واخله
 راشه ، او راشه
راشه ما د ځانه سره واخله
==========
د تاریخ د مینې پلار ته
د غېرت د مینې مور ته
د نیکه د شملې کور ته
خپلو مټو ته خپل زور ته
دلته هر کار د غرض شو
دلته هر چم د نخرو شو
ېارانې په شفتالو شوې
ژوندون دلته د پېسو شو
ورورولي  تربورولي شوه
نغرۍ هم د پردو شو
په جرګو کې درغلي شوه
په لښکر کې غمازي شوه
په حجرو کې پټ پټونی
په جومات کې دلالي شوه
په حجرو کې پټ پټونی
په جومات کې دلالي شوه
دا خو هغه ژوندون نشو
چې پرون مې د بابا و
هغه کور او کلی نشته
چې یې زه وم او زما و
==========
راشه ، راشه ما مجنون کړه
صحراه هم شته لېلا هم شته
د وطن د بام په څنډو
شین خالۍ په خندا هم شته
لا  رګونه د پښتو شته
پکې رنګ د وینې هم شته
لا لمسو کې د نیکونو
هغه رنګ د مینې هم شته
اباسین چرې،چرې شو
غورځنګونه یې لا شته دی
ملکنډ سوری،سوری شو
خو په سر کې لوړتیا شته دی
بهرامان به هم پېدا وي
خو ایمل او خوشالا شته
قافله کې به چل ول وي
خو جرس د غږېدا شته
خړو پړو تړو  لاندې
سره بڅري د لمبو شته
د غرض سود او سودا شوه
خو لا تله د پښتو شته
==========
ای زما د مینې باده
او راشه ،راشه ما پښتون کړه
راشه ننګ زما ژوندون کړه
راشه پت زما قانون کړه
لکه لوړ د خېبر سر مې
لر او بر ته یو شمله کړه
غېرتونه یو لښکر کړه
راشه سره وینه جرګه کړه
داسې چاته برخه ورکړه
دا زما،دا زما پرېږدي
خپله ډول سرنا راواخلي
د بل مخ کې ګډا پرېږدي
دا چې توره دې زما وي
او مړۍ دی د لالا وي
دا عادت که سیاست دې
اوس دې ورک له پښتونخوا وي
لکه مخ د تورې سپین دی
دا خبره دې صفا وي
د هغه دې د هغه وي
خو زما دې بس زما وي
زلمی فصل رالوېږي
ترېنه جوړه یو غونچه کړه
دغه نوی دنیاګۍ ته
ښکلاګانې دې ښکاره کړه
==========
شاعر: ارواښاد اجمل خټک
اواز :
 هارون پاچا         
البم :
درمان                


Sunday, April 8, 2012

غزاله جاوېد

دا سندره دلته وگورئ

ګل غوندې مسکا ته فکر وړې یم
وړی یم
زه د چا ښکلا ته فکر وړې یم
وړې یم
»»»
ما له یې ویده زړګی راویښ کړلو
ما له یې ویده زړګی راویښ کړلو
ډېر هغې ادا ته فکر وړې یم
وړې یم
زه د چا ښکلا ته فکر وړې یم
»»»
څنګه به اظهار د مینې وکړمه
څنګه به اظهار د مینې وکړمه
ډېر دغه وېنا ته فکر وړې یم
وړې یم
زه د چا  ښکلا ته فکر وړې یم
»»»
زړه باندې پوهېږو سره سترګو کې
زړه باندې پوهېږو سره سترګو کې
زه د سترګو غلا ته فکر وړې یم
وړې یم
زه د چا ښکلا ته فکر وړې یم
»»»
زه به ترکستان نه لوګی شوې وم
زه به ترکستان نه لوګی شوې وم
دې سپېرې دنیا ته فکر وړې یم
وړې یم
زه د چا ښکلا ته فکر وړې یم
وړې یم

----
شاعر : ترکستان اپریدی
سندرغاړې: غزاله جاوېد

Tuesday, April 3, 2012

فېاض خان


دا سندره دلته وګورﺉ
زه که ناست د کوې قاف د غره په سر یم
لېونی په مسته مینه د خېبر یم
»»»»
شاعران چې د شهرت په اس سواره شول
زه د ننګ رباب په تخرک کې درپه در یم
لېونی په مسته مینه د خېبر یم
»»»
د غرض یاران که ماته سپېره ګوري
چې مې سر چا ته ټیټ نه دې بختور یم
لېونی په مسته مینه د خېبر یم
»»»
نور خټک په خپلو چارو کې مست ګرځي
خو یو زه د حکمت زوی په غرونو سر یم
لېونی په مسته مینه د خېبر یم
---
شاعر :ارواښاد اجمل خټک

Saturday, March 24, 2012

لطیف ننګرهاری


د کرکټ لوبه ګټمه،د نړۍ کپ به راوړمه
زه بچی د ابدالي یم دا یقین لرم په ځان
زه افغان یم افغان
زه افغان یم افغان

«««»»»
په تش لاس سره راووتو  سیالۍ ته
شهامت مو خپل ښکاره کړلو نړۍ ته
زمونږ لوبې د کرکټ ته دنیاوال شو ټول حېران
زه افغان یم افغان
زه افغان یم افغان
»»««
ملي ټیم چې زمونږ کومې لوبې کړي
په دعا د ولس تل کامیاب راغلي
په الله مو دا تکل دی چې ګټو به هر مېدان
زه افغان یم افغان
زه افغان یم افغان
»»««

شګیوال پرهېز لیکلی ترانې دی
د لوبغاړو پارولی یې جذبې دي
داسې ښکاري په مېدان کې دي ولاړ لکه زمریان

زه افغان یم افغان
زه افغان یم افغان
زه افغان یم افغان
زه افغان یم افغان
----
تل دې وي زمونږ اتلان

Tuesday, February 28, 2012

استاد یارمحمد " عليزي


دا ښاېسته سندره دلته وګورﺉ
-----
----

په ما کله پسرلي کله اورونه وروینه
د یار مینه زنده باد ، زنده باد
د یار مینه زنده باد ، زنده باد
کله په کړس خاندم کله نم مې په مخ ځینه
د یار مینه زنده باد ، زنده باد
د یار مینه زنده باد ، زنده باد
»»»»
ګوره چې صفت یې په ژوندون زه د جمال کوم
هر وخت چې دې حسرت زه جستجو یې د وصال کوم
چې اوسېږي مې په زړه چې بوی راخور کړی لونګینه
د یار مینه زنده باد ، زنده باد
د یار مینه زنده باد ، زنده باد
»»»»
وایي دې دا خلک زه بسمل په خپل جانان یمه
د عشق یې چې قابل زه
" کوټلوي" په دې جهان یمه
بل څوک به مینه نکړم چې مې وي مینه شیرینه
د یار مینه زنده باد ، زنده باد
د یار مینه زنده باد ، زنده باد
--------
--

شاعر :  خورشید عالم
"کوټلوي"
اواز
  :  استاد یار محمد "عليزی"
کمپوز استاد یار محمد "عليزی"


Monday, February 27, 2012

ویان هنرجو


دا سندره دلته وګورﺉ
ښکلا دې عجیبه ده خندا دې مینه ناکه
د لاس نښه مې واخله د مینې لاس دې راکه
ټول لفظونه دې خواږه دي او خبره دردانه ده
»»««
دا زه چې درته ګورم ولې پام دې شي په نورو؟
دا مه وایه جانان
چې ولې راته ګورې
د سرو شونډو پېزوان ته دې دنیا په ننداره ده

د لاس نښه مې واخله د مینې لاس دې راکه
ټول لفظونه دې خواږه دي او خبره دردانه ده

»»««
د غونډې زنې خال دې د وطن په رنجو تور دی
دانه ، دانه پېکی دې په دې ستوري مخ راخور دی
ستا هره ادا جنګ دی خو دا زه یم صبرناکه

د لاس نښه مې واخله د مینې لاس دې راکه
ټول لفظونه دې خواږه دي او خبره دردانه ده


Sunday, February 26, 2012

عرفان خان


زما د سترګو نه پناه ګلابه
زما په زړه کې په خندا ګلابه
د لرې ، لرې سلامونه واخله
د دعاګانو امبارونه واخله
په امان اوسې د تودو بادونو
هر یو قدم دې شه په سرو ګلونو
»»»»
نېستۍ ظالمې په کوم لور وړی یې
زما د خوا نه یې په زور وړی یې
که لوږه نه وای مجبوري مو نه وای
ګرانه که ډېره غریبي مو نه وای
زه به په زړه پرهر،پرهر ولې وای
ته به د کوره مساپر ولې وای
»»»»
که لوږه ورکه شوه خو زړه مې وران دی
ستا یو نظر لیدل زما ارمان دی
زما د سترګو ،سترګو کېږې خانه
یوه لحظه مې نه هېرېږې خانه
ستا د دیدن په بدل ځان مړوم
څومره په ګرانه ماشومان مړوم
»»»»
د سپېلنو لوګي به وي او که نه
په تا نظر څوک ماتوي او که نه
لکه زما دې په ځار ، ځار پاڅوي
که نا سحار دې څوک په قار پاڅوي
په خاورو سخا به دې لمنې ساتې
جامې به پاکې که خېرنې ساتې
»»««
لکه چې څنګ دلته ېخني ډېره وي
اورم چې دغلته ګرمي ډېره وي
چې به په سیوري که په لمر به یې ته
په ګېډه موړ او که نهر به یې ته
زړګی مې وار نه کوي دا ولیکه
ما ته په خط کې خامخا ولیکه
»«
زما د سترګو نه پناه ګلابه
زما په زړه کې په خندا ګلابه
د لرې ، لرې سلامونه واخله
د دعاګانو انبارونه واخله
----

دا سندره دلته واورﺉ


Friday, January 20, 2012

په شا مې -کرن خان


په شا مې له دې پورې غره  سېتار راوړی و
يو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و
»»»
دا نن چې يوه پېغله وه خزان ، خزان  روانه
پرون  سيند يو زلمی لکه بهار راواړی و
يو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و
»»»
دا څومره قامتونه دغې سپينې جامې ړنګ کړل !
دې پير خو په لستوڼي کې ښامار راوړی و
يو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و
»»»
تر ډېره مې په ياد دبنګړو شرنګ د ملنګ بنګ وو
په سترګو کې مې ټول خومار،  خومار راوړی و
يو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و
»»»
د ښار د ښايستونو مازيګر به په کې ورک شو
لېموکې مې چينه، چيلم، چينار راوړی و
يو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و
»»»
چې ځم لاس پر سينه وړم له يو مات زړه سره درومم
يو روغ زړه مې له کلي نه تر ښار راوړی و
يو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و
»
شاعر:  اجمل اند