Sunday, November 27, 2011

کرن خان - ټپييزې سباون


رڼا ،رڼا به سباون وای
لمحه ، لمحه به په سکون وای
چې لر او بر ښکلی تړون وای
چې پرون نن وای نن پرون وای
ما له ارمان د پرونۍ ورځې راځینه
٭٭
د زړګي سر کلي ته راغی
یار مساپر کلي ته راغی
ای بختور کلي ته راغی
خدایه اختر کلي ته راغی
د سیالۍ نه یم بې وسي مې ژړوینه
٭٭
ستړی زړګی د مور په وران شي
خال او اوربل د خور په وران شي
ورک شه جایداده ورور په وران شي
سړی چې مړ شي کور په وران شي
په بعضې خلکو باندې باندې وران شي وطنونه
٭٭
دانه وانه لاچي لونګ و
سپین و که تور که غنم رنګ و
و پښتانه ولاړ په ننګ و
چې مړوندونو کې مې تنګ و
هغه بنګړي مې اوس څنګلو ته راځینه
٭٭٭٭
یه. دانې.دانې په سینه پروت یې لونګینه
جوړ کړی ما یې بوې دې نورو ته ورځینه
دانې ، دانې

٭٭٭٭
ای بې وعدې اواز دې راغی
چې نه راتلې اواز دې راغی
ځار شم بې بې اواز دې راغی
د نغارې اواز دې راغې
د وړې لور سره د کټه ولویدمه
٭٭
مخې ته هر یو ناز دې راغی
ډیر بې خوږو اغاز دې راغی
له غمه ډک و ساز دې راغې
د نغارې اواز دې راغی
په زړه سوری شې یاره ود کړه کوژدنه
٭٭
خلک مو مینې ته حیران و
زما تپوس پوښتنه ګران و
په دې خبره سره وران و
که بېلېدل درته اسان و
خو هیریدل به درته ګران شي لیونیه

٭٭
نظر په کور کړمه راپاڅم
خپل سر ،سرتور کړمه راپاڅم
مخ یې په لور کړمه راپاڅم
په تشو زور کړمه راپاڅم
د جانان غم راله کولمې ریبلی دینه
٭٭٭٭
ګلبشرې راشه ګل دې واخله
نور مه شکوه ګل
ګلې دغه ګل دې بس دی
نور مه شکوه ګل

٭٭٭٭
د ګټې کور تاوان له بوزﺉ
ما چېرته بل جهان ته بوزﺉ
یو ځل مې خپل ارمان له بوزﺉ
ما د کابل جانان له بوزﺉ
د پېښور د ښکلو سټری یم م
ئینه
٭٭
خېر دی په سود په زیان دې وشي
زما د زړه تاوان دې وشي
خو بس زما د ګران دې وشي
ستا د وصال باران دې وشي
خېر دې که زه د مېرې لوند کور ته راځمه
٭٭
پخوانی ېاد مې راپه زړه شو
د زړګي سود مې په ونشو
خلکه د مينې یار مې څه شو
په رېبارانو پوره نشو
اوس به ځولۍ ېار ته پخپله غوړومه
٭٭
د پښتونخوا د ښکلو خان دی
اشنا خپل حسن ته حېران دی
په ما د خپله ځانه ګران دی
جانان زما په سر جانان دی
که زه یې پرېودم د کوڅو ملنګ به شينه
٭٭٭٭
یه. دانې.دانې په سینه پروت یې لونګینه
جوړ کړی ما یې بوې دې نورو ته ورځینه
دانې ، دانې
٭٭٭٭
په تلو راتلو کې به ېاري وه
خپلو پردو کې به ېاري وه
خوږو کېسو کې به ېاري وه
په دې کوڅو کې به ېاري وه
نن مې بې ېاره ولیدې وژړېدمه
٭٭
د مینې سپین کاغذ یې خړ کړو
شریک دښمن یې راله مړ کړو
مړ یې کړم زه اشنا یې پړ کړو
لالی مې هغه خلکو مړ کړو
د کومو خلکو نه چې ما منعه کوونه
٭٭
په نصیب کمه څومره خوږ یې
غم چې دې وړمه څومره خوږ یې
لیکه قلمه څومره خوږ یې
د ېارۍ غمه څومره خوږ یې
هم مې ځواني خورې هم ډاډه درباندې یمه
٭٭
ستړی مزل مې نه هیرېږي
ستوری دی ګل مې نه هیرېږي
اشنا اتل مې نه هیرېږي
ښکلی کابل مې نه هیرېږي
په پېښور کې مې زړه صبر نه کوینه
٭٭٭٭
ګلبشرې راشه ګل دې واخله
نور مه شکوه ګل
ګلې دغه ګل دې بس دی
نور مه شکوه ګل
٭
دا ټپییزې دلته واورﺉ

Saturday, November 26, 2011

خالد ملک


http://www.youtube.com/watch?v=H8gwbnS3TZM
لکه ښارو په بلۍ راغلې ګاونډۍ
ما نه دې زړګی وړی دی د ګل غوټۍ
٭٭٭
سره لوپټ دې په اوربل ده  اداګانې کوي
په سترګو ، سترګو کې د مینې خندا ګانې کوي
په غونډه پزه دې مزه کوي نتکۍ
ما نه دې زړګی وړی دی د ګل غوټۍ
٭٭٭
مه کوه داسې ادا ګانې لیونی به مې کړې
د محبت په لمبو سوی سپیلنی به مې کړې
دا سې خواږه نازونه مکړه لیونۍ
ما نه دې زړګی وړی دی د ګل غوټۍ
٭٭٭
داسې چې ورکه یې د ځانه ګلې ورک به مې کړې
مینه رسوا نکړې د باد د بڼې سپک به مې کړې
ته یې ښکلا د عالمزیب د شاعرۍ
ما نه دې زړګی وړی دی د ګل غوټۍ

Friday, November 25, 2011

حشمت سحر


پښتون یم داسې ځان به په هم نه غلی کومه
زړګی دې رانه وړی دی او زړه به درنه وړمه
٭٭٭
ستا یاده ده که نه هغه څو قدمه لاره
نشه،نشه چې تا سره اوږه په اوږه تلمه
٭٭٭
زما د شوګیرو کیسه چې اورې په خندا شې
خوبونه او خندا به درنه یو ځای تښتومه
٭٭٭
هغې ویل عابده ته په ما ویلی مین یې
دی سوال دی لیونې زه لیونې سپیلنی کړمه
http://www.youtube.com/watch?v=1xqP0iwTN4E

لطیف ننګرهاری


څه ښکلي چشمان لرې کړی دې سینګار
ای ځوانیمرګه شې جینۍ ته څومره ښکلې ښکارې
٭٭٭
چې د نازه شرنګوې لاس کې بنګړي
خود به ګرځي درپسې ډیر لیوني
د نظره مه شې ای مستې لیلا
درپسې دي سترګې دود کړه سپیلني
ته چې سره لبان لرې
ته چې سره لبان لرې کړی دې سینګار
ای ځوانیمرګه شې جینۍ ته څومره ښکلې ښکارې
٭٭٭
ستا نازونو او ادا خوړلی یم
زه د مینې په اور تا سیزلی یم
نه جوړیږم ای ظالمې زه چې تا
په بڼو دې په زړګي ویشتلی یم
کږې وریځې کمان لرې
کږې وریځې کمان لرې کړی دې سینګار
ای ځوانیمرګه شې جینۍ ته څومره ښکلې ښکارې
٭٭٭
نازولې د ښایست نه دې شم ځار
ستا د پاره ګوره مرګ ته یم تیار
ستا د مینې قدردان یم اشنا
لاس په نام درته ولاړ یم خدمتګار
زما په شان جانان
زما په شان جانان لرې کړی دې سینګار
ای ځوانیمرګه شې جینۍ ته څومره ښکلې ښکارې
٭٭٭
زه د عشق په جال کې تا کړمه راګیر
بندیوان یم ستا د زلفو په زنځیر
تړل شوی یم کمڅو کې یاره ستا
پکې بند یم شګیوال پرهیز فقیر
څه په زړه ارمان لرې
څه په زړه ارمان لرې کړی دې سینګار
ای ځوانیمرګه شې جینۍ ته څومره ښکلې ښکارې
http://www.youtube.com/watch?v=fLH9oYGZ0dU

Sunday, November 6, 2011

رحیم شاه ، ماما دی


اسلام علیکم
رحیم شاه د کراچۍ نه
یوسف د لندن نه
جواد او شاه جهان د جرمن نه
ځکه راغلی یو چې د ماما د زوی واده دی
ماما دی
٭٭٭٭٭
چې خاندي خوشحالیږي په جامو کې نه ځایږي
د خپلو خوریانو سره هر ځای ته رسیږي
ماما دی
او کنه
ماما دی ، ماما دی ، ماما دی ، ماما
نظر په هر سړي ساتي بیدار وي هر وختې
خوری ورسره ولاړ وي لکه ښایسته د چنار لښتې
که ضد دې ورسره وکړو نو بیا به ترې نه تښتې
الله دې ورته خیر وکړي دا ځل نمبر د چا دی
ماما دی ، ماما دی ، ماما دی ، ماما
٭٭٭٭
په سټایل انداز کې په مزه ، مزه روان وي
څلور واړه چې یو ځای شي بیا ګوره شهزادګان وي
بیا داسې معلومیږي چې همدوی زمونږ پیران وي
خو خیال کوه په ټولو کې انداز د ده جدا دی
ماما دی ، ماما دی ، ماما دی ، ماما
٭٭٭٭
یو خبره واوره چې همدی د کار سړی دی
په عمر کې به زیات وي خو په زړه باندې زلمی دی
چې ګوتې ورته نکړې بیا لمبه اخلي لیتکی دی
زمونږ د ټولو یار دی او د هر سړي اشنا دی
ماما دی ، ماما دی ، ماما دی ، ماما
ماما دی ، ماما دی ، ماما دی ، ماما

٭
زنده باد خوریانو زنده باد