http://www.youtube.com/watch?v=scdvnlun2xo
ویښته مې سپین شول خو یو بله یارانه پکار ده
ژوند تیرولو له څه خامخا بانه پکار ده
یارانه پکار ده ، یارانه پکار ده ، یارانه پکار ده
٭٭٭
مونږه ټول تیر وختونه ژاړو یو د نن نه بیزار
ډیرو ژړلی دي چې تیره زمانه پکار ده
ژوند تیرولو له څه خامخا بانه پکار ده
٭٭٭
د زړه مرغه مې تش په دام د زلفو نشې نیوی
پاس په تندي د شینکي خال ورله دانه پکار ده
ژوند تیرولو له څه خامخا بانه پکار ده
٭٭٭
د هغه ښکلي زړه کې ځای کول اسانه نه ده
د خپل زړه وینې څښل په مخ کې نذرانه پکار ده
ژوند تیرولو له څه خامخا بانه پکار ده
٭٭٭
بې لوظه یار ایله تسکینه نن په لاس راغلی
د ښکلي مخ نه یو بوسه په جرمانه پکار ده
ژوند تیرولو له څه خامخا بانه پکار ده
ژوند تیرولو له څه خامخا بانه پکار ده
یارانه پکار ده ، یارانه پکار ده ، یارانه پکار ده
٭٭٭
مونږه ټول تیر وختونه ژاړو یو د نن نه بیزار
ډیرو ژړلی دي چې تیره زمانه پکار ده
ژوند تیرولو له څه خامخا بانه پکار ده
٭٭٭
د زړه مرغه مې تش په دام د زلفو نشې نیوی
پاس په تندي د شینکي خال ورله دانه پکار ده
ژوند تیرولو له څه خامخا بانه پکار ده
٭٭٭
د هغه ښکلي زړه کې ځای کول اسانه نه ده
د خپل زړه وینې څښل په مخ کې نذرانه پکار ده
ژوند تیرولو له څه خامخا بانه پکار ده
٭٭٭
بې لوظه یار ایله تسکینه نن په لاس راغلی
د ښکلي مخ نه یو بوسه په جرمانه پکار ده
ژوند تیرولو له څه خامخا بانه پکار ده
No comments:
Post a Comment