Friday, November 4, 2011

مسرت مومند


ښایست مې قدرتي ، نظر مې قیامتي
ثاني مې چیرته نشته د مرجانو په قیمت یم
زه مینه محبت یم ، زه مینه محبت
زه مینه محبت یم ، زه مینه محبت
٭٭٭
د ګلو یم  نازکه ،  د مینې نه یم ډکه
تالا به دې زړګې کړم ګوره داسې قیامت یم
زه مینه محبت یم ، زه مینه محبت
٭٭٭
که نیغ درته نظر کړم زخمي به دې ځیګر کړم
پاګل به دې کړم یاره جوړه شوې په قدرت یم
زه مینه محبت یم ، زه مینه محبت
٭٭٭
ښایست یم د رنګونو ښکلا د موسمونو
زه ټوله مینه ، مینه یم وفا یمه زینت یم
زه مینه محبت یم ، زه مینه محبت
٭٭٭
هر څوک راپسې ژاړي هم ما د خدایه غواړي
مخلصه بختور یې چې دا زه ستا په قسمت یم
زه مینه محبت یم ، زه مینه محبت
زه مینه محبت یم ، زه مینه محبت

No comments:

Post a Comment