Sunday, November 27, 2011

کرن خان - ټپييزې سباون


رڼا ،رڼا به سباون وای
لمحه ، لمحه به په سکون وای
چې لر او بر ښکلی تړون وای
چې پرون نن وای نن پرون وای
ما له ارمان د پرونۍ ورځې راځینه
٭٭
د زړګي سر کلي ته راغی
یار مساپر کلي ته راغی
ای بختور کلي ته راغی
خدایه اختر کلي ته راغی
د سیالۍ نه یم بې وسي مې ژړوینه
٭٭
ستړی زړګی د مور په وران شي
خال او اوربل د خور په وران شي
ورک شه جایداده ورور په وران شي
سړی چې مړ شي کور په وران شي
په بعضې خلکو باندې باندې وران شي وطنونه
٭٭
دانه وانه لاچي لونګ و
سپین و که تور که غنم رنګ و
و پښتانه ولاړ په ننګ و
چې مړوندونو کې مې تنګ و
هغه بنګړي مې اوس څنګلو ته راځینه
٭٭٭٭
یه. دانې.دانې په سینه پروت یې لونګینه
جوړ کړی ما یې بوې دې نورو ته ورځینه
دانې ، دانې

٭٭٭٭
ای بې وعدې اواز دې راغی
چې نه راتلې اواز دې راغی
ځار شم بې بې اواز دې راغی
د نغارې اواز دې راغې
د وړې لور سره د کټه ولویدمه
٭٭
مخې ته هر یو ناز دې راغی
ډیر بې خوږو اغاز دې راغی
له غمه ډک و ساز دې راغې
د نغارې اواز دې راغی
په زړه سوری شې یاره ود کړه کوژدنه
٭٭
خلک مو مینې ته حیران و
زما تپوس پوښتنه ګران و
په دې خبره سره وران و
که بېلېدل درته اسان و
خو هیریدل به درته ګران شي لیونیه

٭٭
نظر په کور کړمه راپاڅم
خپل سر ،سرتور کړمه راپاڅم
مخ یې په لور کړمه راپاڅم
په تشو زور کړمه راپاڅم
د جانان غم راله کولمې ریبلی دینه
٭٭٭٭
ګلبشرې راشه ګل دې واخله
نور مه شکوه ګل
ګلې دغه ګل دې بس دی
نور مه شکوه ګل

٭٭٭٭
د ګټې کور تاوان له بوزﺉ
ما چېرته بل جهان ته بوزﺉ
یو ځل مې خپل ارمان له بوزﺉ
ما د کابل جانان له بوزﺉ
د پېښور د ښکلو سټری یم م
ئینه
٭٭
خېر دی په سود په زیان دې وشي
زما د زړه تاوان دې وشي
خو بس زما د ګران دې وشي
ستا د وصال باران دې وشي
خېر دې که زه د مېرې لوند کور ته راځمه
٭٭
پخوانی ېاد مې راپه زړه شو
د زړګي سود مې په ونشو
خلکه د مينې یار مې څه شو
په رېبارانو پوره نشو
اوس به ځولۍ ېار ته پخپله غوړومه
٭٭
د پښتونخوا د ښکلو خان دی
اشنا خپل حسن ته حېران دی
په ما د خپله ځانه ګران دی
جانان زما په سر جانان دی
که زه یې پرېودم د کوڅو ملنګ به شينه
٭٭٭٭
یه. دانې.دانې په سینه پروت یې لونګینه
جوړ کړی ما یې بوې دې نورو ته ورځینه
دانې ، دانې
٭٭٭٭
په تلو راتلو کې به ېاري وه
خپلو پردو کې به ېاري وه
خوږو کېسو کې به ېاري وه
په دې کوڅو کې به ېاري وه
نن مې بې ېاره ولیدې وژړېدمه
٭٭
د مینې سپین کاغذ یې خړ کړو
شریک دښمن یې راله مړ کړو
مړ یې کړم زه اشنا یې پړ کړو
لالی مې هغه خلکو مړ کړو
د کومو خلکو نه چې ما منعه کوونه
٭٭
په نصیب کمه څومره خوږ یې
غم چې دې وړمه څومره خوږ یې
لیکه قلمه څومره خوږ یې
د ېارۍ غمه څومره خوږ یې
هم مې ځواني خورې هم ډاډه درباندې یمه
٭٭
ستړی مزل مې نه هیرېږي
ستوری دی ګل مې نه هیرېږي
اشنا اتل مې نه هیرېږي
ښکلی کابل مې نه هیرېږي
په پېښور کې مې زړه صبر نه کوینه
٭٭٭٭
ګلبشرې راشه ګل دې واخله
نور مه شکوه ګل
ګلې دغه ګل دې بس دی
نور مه شکوه ګل
٭
دا ټپییزې دلته واورﺉ

No comments:

Post a Comment