Sunday, November 6, 2011

شفيق مريد & سيتا قاسمِ


http://www.youtube.com/watch?v=z6TpO_44NEE
شفیق مرید
د قدم خاورو ښکلولو ته دې پرینښودم
د قدم خاورو ښکلولو ته دې پرینښودم
دا جمله پاتې شو ویلو ته دې پرینښودم
تا سره مینه لرم، تا سره مینه لرم
٭٭
سیتا قاسمي
د قدم خاورو ښکلولو ته دې پرینښودم
د قدم خاورو ښکلولو ته دې پرینښودم
دا جمله پاتې شو ویلو ته دې پرینښودم
تا سره مینه لرم، تا سره مینه لرم
٭٭٭٭
سیتا قاسمي
رنګ به مې والوته هم ژبه به مې بنده شوله
چې به مې وغوښتل اظهار وکړمه
یوه لړزه به مې وجود باندې څرګنده شوله
چې به مې وغوښتل اقرار وکړمه
شفیق مرید
زه دې د سترګو د تاثیر لاندې راغلی ومه
زړه به سینه کې وو په چیغو زه به غلی ومه
زه به غلی وم
سیتا قاسمي
د دې طلسم ماتولو ته دې پرینښودم
د دې طلسم ماتولو ته دې پرینښودم
دا جمله پاتې شو ویلو ته دې پرینښودم
تا سره مینه لرم، تا سره مینه لرم
٭٭٭٭
شفیق مرید
شپې به مې وویل چې سبا به درته ووایم
خو دا مې هیڅکله کوی ونشو
زه به هر زخم د زخمي زړه درته وښایم
خو یو مې هم درته ښودی ونشو
سیتا قاسمي
د دیدن تږې به دې وم خو درکتل به مې نه
ستا بې دردي چې مې لیدله نو ژړل به مې نه
شفیق مرید
ته وې چې اوښکو تویولو ته دې پرینښودم
ته وې چې اوښکو تویولو ته دې پرینښودم
دا جمله پاتې شو ویلو ته دې پرینښودم
تا سره مینه لرم، تا سره مینه لرم
تا سره مینه لرم، تا سره مینه لرم
»»
شاعر: عبدالستار سعادت

No comments:

Post a Comment