خپل کچکول به ګرځومه ، خپل رباب به ټنګومه
باباګان رالړزومه ، شاه زلمي بیدارومه
د قام خیر به ټولومه ، د پښتو پت به ساتمه
خپل کچکول به ګرځومه
٭٭٭
دا بنګلې بس راغورزیږي ، د دوی سیوری اوس پریږدمه
دا جونګړې بیداریږي ، اوس د دوی خوا کې کښینمه
خپل کچکول به ګرځومه ...
٭٭٭
دا د مینې غیرتیان مې ، د هر څه نه خبرومه
دا خبرو ویده کړي ، په میدان کې ودرومه
خپل کچکول به ګرځومه ...
٭٭٭
دا چې وینه یې خرڅیږي ، دا ولس راخبرومه
دا چې مینه یې پټیږي ، دا مین بیدارومه
خپل کچکول به ګرځومه ...
٭٭٭
یو سرې وینې رسول وي ، د لیلا در ته کاسه کې
بل د پېو مجنون ګرځي ، جام په لاس ورته کوڅه کې
دغه لوبه ختمومه ، مینه ، مینه خپرومه

No comments:
Post a Comment