Saturday, November 5, 2011

شوکت محمود


یو ځلې چې څوک زړه ته شي دننه
نه وځي د زړه هغه نه وځي د زړه نه
٭٭٭
ستا کړې وعدې کلکې لکه غرونه
ما ته لکه مرګ تل یې یادومه
هیر نشم له تا نه ، نه دې هیرومه
ستا مهرباني ، ستا ډیره مننه
نه وځي د زړه هغه نه وځي د زړه نه
٭٭٭
ته چې کړې خندا وشیندې ګلونه
ته چې کړې ادا په زړه شي مرهمونه
ته چې کړې عطا ورک مې شي غمونه
ستا دي رنځوران د مینې کړي غوښتنه
نه وځي د زړه هغه نه وځي د زړه نه
٭٭٭
سترګې پښتنې اوښکې غیرتمنې
څاڅي ولې بیا ما نه څه پوښتنې
وکړه دا تپوس ته د غونډې زنې
تا چې مې اشنا ونکړه پوښتنه
نه وځي د زړه هغه نه وځي د زړه نه
٭٭٭
سرې شونډې ګلاپ سپین مخ سحرونه
څه کاږه باڼه تورې ، خنجرونه
تور ښکلې زلفان وریځې غرونه ، غرونه
ژبه د مینا ښکلې د ګل ونه
نه وځي د زړه هغه نه وځي د زړه نه
نه وځي د زړه هغه نه وځي د زړه نه

No comments:

Post a Comment