Tuesday, September 27, 2011

ژوند ښکلی دی ، فرهاد دریا

ژوند ، ژوند ، ژوند
ژوند ښکلی دی
یه خلکو خلکو خلکو! ښکلو خلکو
مه نیسئ
ژوندون ته ټوپک مه نیسئ
دار څخه پړي واخلئ
بار له یو ستړي واخلئ
ژوند ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
ښکلی ، ښکلی ، ښکلی ، ښکلی
ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
٭٭٭٭

آیینه مصاف کې چا ته
تر زرین شال لاندې هنداره کې لومړۍ موسکا
او بیا له لاسه نیول
سور په نکروزو یې د ناوې سپین مړوند ښکلی دی
ژوند ژوند ژوند
ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
٭٭٭٭

لکه غنمو کې د غیږو ایستل
لکه ګاڼۍ سره راتاوه منډه
لکه ناوې نه راروانه شیره
لکه یو خوږ ګنی همداسې بند په بند ښکلی دی
ژوند ژوند ژوند
ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
٭٭٭٭

د قرائت کتاب کې دوه نښې دي
یوه بڼکه د تاووس بل د جانان تصویر
په ازمویینه کې د نقل یو وړوکی کاغذ
او د رحمن بابا غزل سره د سترګو رسم
په مړاوو سترګو کې د پټو غمو خوند ښکلی دی

ژوند ژوند ژوند
ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
٭٭٭٭

د کمپیوټر په پرده راغی مسیج
د یوې مینې څو خوږې اشارې
په مسینجر کې یې ځواب غواړي
له چانه ورک دي ټول ښایسته لفظونه
ناست ورته لاس تر زنې وړکی فکرمند ښکلی دی
ژوند ژوند ژوند
ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
٭٭٭٭

ژوند ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
ښکلی ، ښکلی ، ښکلی ، ښکلی
ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
٭

یه خلکو خلکو خلکو! ښکلو خلکو
مه نیسئ
ژوندون ته ټوپک مه نیسئ
دار څخه پړي واخلئ
بار له یو ستړي واخلئ
ژوند ښکلی دی
ژوند ښکلی دی
ښکلی ، ښکلی ، ښکلی ، ښکلی
ښکلی دی
ژوند   ښکلی
»
شاعر عبدالغفور لیوال

Monday, September 26, 2011

کله پټه شي ښکاره ، لطیف ننګرهاری

کله پټه شي ښکاره
کله وکړي اشاره
نه پوهیږي دا وړه
په ما خلک خبروي
په ما خلک خبروي
٭٭٭٭
راته ودریږي ښکاره پاس په بلۍ
په ما خلک خبروي
ما په چا حلالوي دا شین خالۍ
په ما خلک خبروي
زړه سینه کې مې شروع شي په درزا
په ما خلک خبروي
خدایه! لویه کړﺉ نادانه لیونۍ
په ما خلک خبروي
٭٭٭٭
پټ راګورې لږه وکړه ګوزاره
په ما خلک خبروي
هرې خوا ته خلک زمونږ کوي پیره
په ما خلک خبروي
شکمن شوي په مونږ ټول لوی او واړه
په ما خلک خبروي
په رښتیا چې ګرانې ډیره یې ساده
په ما خلک خبروي
٭٭٭٭
رنګ مې ژیړ شو څومره سخت دی مینتوب
په ما خلک خبروي
شوګیرې کوم تر سحر نه راځي خوب
په ما خلک خبروي
سترګو، سترګو ته مې کیږې هره شپه
په ما خلک خبروي
رښتیا مینه کې ژوندون دی لیونتوب
په ما خلک خبروي
٭٭٭٭
زه خوړلی یم د زنې ستا شین خال
په ما خلک خبروي
پټ ځوریږم چا ته نشم ویلی حال
په ما خلک خبروي
راځه پټ وځو د کلي نه بهر
په ما خلک خبروي
درسره یم زه پرهیز ستا شګیوال
په ما خلک خبروي
په ما خلک خبروي

ملي ترانه ، استاد اولمیر

http://www.youtube.com/watch?v=q6u9eem1VSc
دا زمونږ زيبا وطن
دا زمونږ ليلا وطن
دا وطن مو ځان دی
دا افغانستان دی
»»
دا دمينې کور زمونږ
دا د پلرو ګور زمونږ
نه ورکوو چا لره
دا د سترګو تور زمونږ
نه دی د بل چا وطن
دا دی د شيرشاه وطن
کور د خوشحال خان دی
دا  افغانستان دی
»»
دا وطن دی ځان زمونږ
دا وطن ايمان زمونږ
وايي په خاپوړو کې
داسې ماشومان زمونږ
دا مو د بابا وطن
دا مو د دادا وطن
په مونږ باندې ډير ګران دی
دا  افغانستان دی
»»
ځار يې له سيندونو شم
ځار يې له ډاګونو شم
ځار يې له خوړونو شم
ځار يې له دې غرونو شم
دا زمونږ اشنا وطن
درد له مو شفا وطن
زړګی مې پرې روښان دی
دا افغانستان دی
»»
دا وطن زيارت زمونږ
دا وطن نعمت زمونږ
دا وطن په دې دنيا
دی لکه جنت زمونږ
دا وطن صفا وطن
زړۀ د ايشيا وطن
ژوندون د ملنګ جان دی
دا  افغانستان دی

ستا د دوه ورځو سپرلى ، استاد خیال محمد


http://www.youtube.com/watch?v=CLszi48jj0I
ستا د دوه ورځو سپرلى و، ستا د دوه ورځو ګلونه
خو زما په زړه دې كېښول د همېش همېش زخمونه

1
د ژوندون په هره لاره لكه سوړ اسوېلى تېر شوم
په قدم، قدم تاوده وو، ستا د حسن مح
فلونه
2
په ژړا ژړا مې اوښكې، د زړه وينو جوابي كړې
حل دې نشو، لا تر اوسه د موسكو سترګو سوالونه
3
د وختونو له ځولۍ نه هر چا خپله برخه يوړه
تا د حسن سحرونه ما د هجر ماښامونه
4
د زړګي په وېرانه كې، د چا ياد داسې تازه شي
لكه وسپړي اعظمه! د ازغو څوكې ګلونه

Sunday, September 25, 2011

لکه باران ، جاوید امرخیل


لکه باران مې په زړه خوږ ، خوږ وریدلې راغلې
عمر دې ډیر دی همدا اوس مې یادولې راغلې
٭٭٭٭
په هر قدم په هره خوا کې ته وې ، ته وې ، ته وې
نن مې کړۍ ورځ سترګو ، سترګو ته کیدلې راغلې
٭٭٭٭
زه  ، خپګان ، اوښکې ، شبګیر ټول به شو راټول په شپه کې
تر روڼ سحاره به مو شمعې بلولې راغلې
٭٭٭٭
جلانه تا خو د انکار بندونه ډیر وتړل
څنګه دی خدای چې مې په ګوتو راکولې راغلې
٭

قراره راشه ، ارواښاده رابعه تبسم


http://www.youtube.com/watch?v=lyZSCwDFoZY
ستا په دیدن پسې جانانه بې قراره یمه
ستا محبت کې یاره سوې بې انګاره یمه
د رب د پاره راشه مرمه بې له تا نه ګله
تا پسې ژاړم اوښکې ځي مې له ارمانه ګله
قراره راشه ٭ قراره راشه
قراره راشه ٭ قراره راشه
٭٭٭٭
په زړه مې غم دی یاره تا پسې ژړیږمه زه
د جداۍ په اور کې سوزم ویلې کېږمه زه
دا ګلابي رنګ مې په تا پسې ژیړیږي ګرانه
مین زړګی مې یاره تا پسې ژړیږي ګرانه
قراره راشه ٭ قراره راشه
قراره راشه ٭ قراره راشه
٭٭٭٭٭‏
بغیر له تا نه عمر نه تیریږي ګرانه یاره
په ډیره مینه خوا ته راشه خدای د پاره یاره
زما ګریوان باندې مدام اوښکې د غم بهیږي
زما جانانه بې له تا نه مې ګزران نه کیږي
قراره راشه ٭ قراره راشه
قراره راشه ٭ قراره راشه
٭٭٭٭
ای بونیري صاحبزاده زه مینه رښتیا کومه
زه به تر مرګه پورې تا سره وفا کومه
دا مې وعده ده چې له تا نه به جدا نشمه
قسم کومه درته زه به بې وفا نشمه
قراره راشه ٭ قراره راشه
قراره راشه ٭ قراره راشه

لور به دې راکی ماما

http://www.youtube.com/watch?v=BztKySt4Nm8
څه عجیبه ښکلې وه
مسته نازولې وه
ما چې دا لیدلې وه
زه یې هغه دم کړمه په زړه سوری ، سوری ماما
لور به دې راکی ماما
لور به دې راکی ماما
٭٭٭٭
دی د ثواب کار ګوره
مه کوه انکار ګوره
زه یمه د کار ګوره
شابه زما سخر شه ما د ځان کړه زومکی ماما
لور به دې راکی ماما
لور به دې راکی ماما
٭٭٭٭
دا چې ته انکار کوې
زما په زړه ګوزار کوې
دا د ظلم کار کوې
بیا به نه وي زما غوندې بل ځوان غلطي کې ماما
لور به دې راکی ماما
لور به دې راکی ماما
٭٭٭٭
نن دغه اعلان کوم
سم یې په میدان کوم
نه پروا د ځان کوم
تیر به ترې نه نشم که مې دار ته پرې خیژی ماما
لور به دې راکی ماما
لور به دې راکی ماما
٭٭٭٭
ننګ زما غیرت زما
پښتو زما او پت زما
دا مینه عزت زما
دا رشته به کومه زه امین یم ورکزی ماما
لور به دې راکی ماما
لور به دې راکی ماما