Saturday, September 24, 2011

لا مو چې زړګي ته رانږدې نه ، استاد خیال محمد


لا مو چې زړګي ته رانږدې نه وى
لا مو چې تر منځه فاصلې نه وى
ما به درنه سر صدقه كړى وى
تا ته که پیغور د زمانې نه وی
غم دې د راتلو راسره اوسي تل
كړې دې چې ما سره وعدې نه وى
ولې به افګار داسې مړه مړه ژړل
ښكليه! كه دې سترګې دومره مړې نه وى

No comments:

Post a Comment