هغه یوه لیونۍ سرې سترګې یې دوه لیونۍ
څنګه مې خدای کړلې وژلو ته جوړه لیونۍ
»»
هغې په اوښکو کړه ټکور زما د زړه زخمونه
ما ورته ډیر وویل چې نه لیونۍ ، مه لیونۍ
»»
کتاروم ورته په زلفو کې د درد ګلونه
د زړه بیدیا ته مې راغلې میلمنه لیونۍ
»»
دواړه د ځانه ورک په یو او بل کې ځان لټوو
ورځ لیونۍ تیر شوه ، تیره به شي شپه لیونۍ
»»
خدایه د خپلې خاموشۍ په شور راویښه نشي
زما د ژوند د لمبو سیوري ته ویده لیونۍ
څنګه مې خدای کړلې وژلو ته جوړه لیونۍ
»»
هغې په اوښکو کړه ټکور زما د زړه زخمونه
ما ورته ډیر وویل چې نه لیونۍ ، مه لیونۍ
»»
کتاروم ورته په زلفو کې د درد ګلونه
د زړه بیدیا ته مې راغلې میلمنه لیونۍ
»»
دواړه د ځانه ورک په یو او بل کې ځان لټوو
ورځ لیونۍ تیر شوه ، تیره به شي شپه لیونۍ
»»
خدایه د خپلې خاموشۍ په شور راویښه نشي
زما د ژوند د لمبو سیوري ته ویده لیونۍ
No comments:
Post a Comment