http://www.youtube.com/watch?v=K3hBPWA41AU
مونږ به په ښارونو ، تاسو غره کې دعا وکړﺉ
ښکلې پښتونخوا ته په لمانځه کې دعا وکړﺉ
٭٭٭٭
نه چې د بالا ماڼۍ درنې حوصلې تنګې شي
نښې د خپل ګنج ، کیسه خانې رانه بدرګې شي
ولې د تیرا دا ګلدرې په وینو رنګې شي
خپلو مساپرو ته په وره کې دعا وکړﺉ
ګل ، ګل پښتونخوا ته په لمانځه کې دعا وکړﺉ
٭٭٭٭
نه چې د سوات او ملاکنډ پیغلې سرتورې شي
بیا د مور په غیږ کې په سلګو ، سلګو تي خورې شي
دنګې د خیبر شملې د شرم نه نسکورې شي
مونږ به چارسده تاسو واڼه کې دعا وکړﺉ
ګل ، ګل پښتونخوا ته په لمانځه کې دعا وکړﺉ
٭٭٭٭
لپو دعاګانو کې پښتون ، پښتونخوا راولئ
بیا خپلې سندرې مرورې پخلا راولئ
زړونو کې د مینې نازولې وفا راولئ
خپلې پاکې خاورې ته په زړه کې دعا وکړﺉ
ګل ، ګل پښتونخوا ته په لمانځه کې دعا وکړﺉ
٭٭٭٭
نه چې په لمبو کې د ګلونو ماشوم منډې کا
بیا د خپلې مور د لوپټې ټوټې راغونډې کا
دا غم بابرزیه کرښې جوړې ستا په ټنډې کا
نن د هر پښتون درانه کاله کې دعا وکړﺉ
ګل ، ګل پښتونخوا ته په لمانځه کې دعا وکړﺉ
»
شاعر: بابرزی

No comments:
Post a Comment