Saturday, September 24, 2011

ښایسته افغانستانه ، شفیق مرید


د بلال خوږه اذانه
د ملالې یا قربانه
زما مینې زما ځانه
ښایسته افغانستانه
٭٭
ښکلی شان به دې څرګند شي
په خندا به درته ژوند شي
دا ټوټې ، ټوټې قومونه
دا به بیا سره پیوند شي
دا بیلتون دې ترې تم شي لوی ملت شې لوی افغان
زم
ـا میـنې زما ځانه ښایسته افـغـانـستـانـه
٭٭
د ظالم غرور به مات شي
په قسمت به مو نجات شي
دعاګانې به راټولې
په غونډۍ د عرفات شي
قافله به شي د امن په ګلونو کې روانه
زما
مینې زما ځانه ښایسته افغانـستانه
٭٭
علم ، علم شې عرفان شې
د خوږې مینې داستان شې
د ح
ـکـمـت له بـرکته
داسې ښکلی شې ودان شې
چې څلور کونجه دنیا وي ستا د پوهې ترجمانه
زما
مینې زما ځانه ښایسته افـغـانـستـانـه

No comments:

Post a Comment