Sunday, September 25, 2011

پیښوره ، کرن خان

http://www.youtube.com/watch?v=_EraImLHirg
له چا قربان شوې پیښوره ! د نظره شولې
چې په مونږ ګران شوې پیښوره ! د نظره شولې
٭٭٭٭
د ګلو ښاره ! ماښامونو کې دې رنګ نشته
خوار ، خوار راګورې نظرونو کې دې جنګ نشته
مټې دې ماتې دي سینو کې دې غورځنګ نشته
اور شولې وران شوې پیښوره ! د نظره شولې
چې په مونږ ګران شوې پیښوره ! د نظره شولې
٭
ګل ماشومان دې په سړکونو سپیلني خرڅوي
خیرونه غواړي مور او پلار له زندګي خرڅوي
د څو پیسو لپاره خپله بادشاهي خرڅوي
ژوند وې ارمان شوې پیښوره ! د نظره شولې
چې په مونږ ګران شوې پیښوره ! د نظره شولې
٭٭٭٭
زړونه ورانیږي تا کې مینې په پیسو خرڅیږي
سرونه سپک شول ستا وینې په پیسو خرڅیږي
څومره بدبخته شوې شیرنې په پیسو خرڅیږي
څومره ارزان شوی  پیښوره ! د نظره شولې
چې په مونږ ګران شوې پیښوره ! د نظره شولې
٭
څوک دې خانان کړل ښاره څوک دې له خانۍ وویستل
څوک دې په ځان مین کړل څوک دې له مستۍ وویستل
خپل دې پردي کړل او یاران دې له سیالۍ وویستل
د چا جانان شوې پیښوره ! د نظره شولې
چې په مونږ ګران شوې پیښوره ! د نظره شولې
٭٭٭٭
هر خوا ته یره ده بمونه دي وحشت خور دی
هر لاس په وینو سور دی هر خوا ته نفرت خور دی
بس ځان ځاني ده په هر لور منافقت خور دی
په چا تاوان شوی پیښوره ! د نظره شولې
چې په مونږ ګران شوې پیښوره ! د نظره شولې
٭
د جرګو کور یې ته زما د ستر اجمل پیښور
ته د سندرو روح یې ته مو د غزل پیښور
ته د سایل پیښور ته یې د اتل پیښور
هر چا ته ګران شوی پیښوره ! د نظره شولې
چې په مونږ ګران شوې پیښوره ! د نظره شولې

No comments:

Post a Comment