Saturday, September 24, 2011

پیره بابا ، دل راج

http://www.youtube.com/watch?v=AkbeAm0MVYk
غونچې مې د امید کړه په خندا پیره بابا
بلبل د معرفت مې کړه شیدا پیره بابا

**

نیمګړې تماشه یم څوک مې نشته د کتو
هر څیز راته نیمګړې  تماشا پیره بابا

**

اوس شپې د محبت مې بوغنیدونکې غوندی دي
مجنون شوم که رخصت مې شوه سودا پیره بابا

**

دنیا ده بې نوا؟ او که حمزه دی بینوا ؟
هر څیز ورته ښکاریږي بینوا پیره بابا

No comments:

Post a Comment