ډیر مې وګرځوو یار ته په تندي لاس
اوس مې کیښود له ناکامه په زړګي لاس
»»
خدایه څنګه مرور اشناه پخلا کړم ؟
نه مې ښپو ته نه مې زنه ته پریږدي لاس
»»
ښه پوهیږم ستا له دامه وتی نشم
خو مجبور سړی په هر لورې وهي لاس
»»
اوس دې یاد کړه راسره چې تښنوي مې
اوس مې زخم د زړه څه نا څه زغمي لاس
»»
قریشي لایق د نامه [ وینام ] نه دی
ما ته نه ښایي چې ځي رانه خالي لاس
اوس مې کیښود له ناکامه په زړګي لاس
»»
خدایه څنګه مرور اشناه پخلا کړم ؟
نه مې ښپو ته نه مې زنه ته پریږدي لاس
»»
ښه پوهیږم ستا له دامه وتی نشم
خو مجبور سړی په هر لورې وهي لاس
»»
اوس دې یاد کړه راسره چې تښنوي مې
اوس مې زخم د زړه څه نا څه زغمي لاس
»»
قریشي لایق د نامه [ وینام ] نه دی
ما ته نه ښایي چې ځي رانه خالي لاس
No comments:
Post a Comment