Saturday, September 24, 2011

عشقه ! زه تباه دې کړم ، مدثر زمان


عشقه ! زه تبا دې کړم
عشقه ! زه رسوا دې کړم
نور به درته څه وایم
»»
څومره چې دردونه وو راکړه په خندا کې تا
څومره چې غمونه وو راکړه په خندا کې تا
عشقه ! وارخطا دې کړم
عشقه ! په ژړا دې کړم
نور به درته څه وایم
»»
عقل او شرم قرار درې واړو څخه ورک شومه
دروند ووم په جهان کې زه ستا د لاسه سپک شومه
خلکو د خندا دې کړم
ځان ته په سزا دې کړم
نور به درته څه وایم
»»
زه څومره ساده وم ستا په دام کې ګیر شومه
سترګو تور د خلکو وم اوس ترې نه زه هیر شومه
خپلو نه جدا دې کړم
ورک زه په دنیا دې کړم
نور به درته څه وایم

No comments:

Post a Comment