Saturday, September 24, 2011

کله مې پیرزو شې په بمونو پیښوره ، ګلزار عالم


ما درته ټول عمر د ګلونو ښار ویلی دی
کله مې پیرزو شې په بمونو پیښوره
ستا تصویر مې تل د زړه په وران کور کې ساتلی دی
کله مې پیرزو شې په بمونو پیښوره
٭٭
چا که د لندن د ښار د حسن کیسه کړی ده
ستا تصویر مې غلی شان په زړه کې خندیدلی دی
چا  که د پیرس مازیګري سندرې کړي  دي
ستا صدر زما په زړه بلا راوریدلی دی
چا هم که ماڼۍ د واشینګټن په خوند ستایلی دي
زه ستا دلربا کیسه خانۍ غیږ کې اخیستی یم
چا که د ډیلي د ماښامونو ذکر کړی دی
زه ستا ماښامونو په کوڅه ، کوڅه کې لوستی یم
ما ته خو دې ګرد هم د سپرلي د رنګه ښکلی دی
کله مې پیرزو شې په بمونو پیښوره
٭٭
زه به چې د غرونو د فطرت تماشو سټری کړم
ستا شور له به راغلم  چې به سټری شوم دمه به شوم
ما چې به د خپلې تنهاې شوګیرې جمع کړې
تا چې به شوګیر کړم  داسې وه لکه ویده به شوم
زه به د سیند خوا او د چینو د غاړو تږی وم
تا له چې به راغلم زما تنده به سړه شوله
تریخ چې به مې ذهن شو په غرونو په ګلونو کې
خیال ته به مې ستا خاوره خځله غیږ خوره شوله
ما سره دې شامدام د مینې پت پاللی دی
کله مې پیرزو شې په بمونو پیښوره
٭٭
ستا د ښکلو غوښې چې ګلپاڼې پاڼې الوزي
زه یې تماشه په چپه خوله کوم بی وسه یم
ستا د ښکلو وینې چې دګلو بارانونه شي
زه چې په د اوښکو جنازه کوم بې وسه یم
ستا او زما مینه پیښوره د پیړو مینه
دا نه وه چې ته دې شې لوګی زه درته ګورمه
ستا او زما وینه پیښوره د یو تن وینه
دا نه وه چې ته شې داسې توی زه درته ګورمه
خو دا د تاریخ جبر دی او جبر نازولی دی
کله مې پیرزو شې په بمونو پیښوره
٭٭
ګرانه پیښوره زه ګونګی نه یم خو څه وکړم
هیڅ ویلی نشم چې د وس ژبه مې غوڅه ده
شل ځله د ننګ د مرګ او ژوند په برید ولاړ یمه
څوک به ژبه راکړي د ولس ژبه مې غوڅه ده
څو پورې چې وانخلي شعور اجتماعي غیرت
سوزي به جونګړې بنګله وال به تماشې کوي
څو چې مې وحدت وي تار په تار د پښتني غیرت
مري به غریبان او لیډران به تبثرې کوي
مونږ ته خپل نصیب په وینو سور رارسیدلی دی
کله مې پیرزو شې په بمونو پیښوره
٭٭

کله مې پیرزو شې په بمونو پیښوره

٭٭

ما درته ټول عمر د ګلونو ښار ویلی دی
کله مې پیرزو شې په بمونو پیښوره
ستا تصویر مې تل د زړه په وران کور کې ساتلی دی
کله مې پیرزو شې په بمونو پیښوره

No comments:

Post a Comment