Friday, October 28, 2011

مدثر زمان


ته مه وایه چې ستا دي،زه نه وایم چې زما دي
دا ښکلي ، ښکلي ، ښکلي، دا ښکلي د هر چا دي
نودا ولې ،دا ولې ،دا ولې،دا ځکه ، ځکه ، ځکه
چې ښکلي بې وفا دي، دا ښکلي د هر چا دي
٭٭٭٭
نازونه اداګانې کړي ، ښکلی خنداګانې کړي
خلک په ځان مین کړي ، بیا خونې بلا ورانې کړﺉ
فطرت کې یې دوکه ده نو دا واړه په خطا دي
دا ښکلي ، ښکلي ، ښکلي. دا ښکلي د هر چا دي
٭٭٭٭
لټکې دي ماران دي ، والله چې ښکلي وران دي
حصول د ښکلو نشته، دا څنګه انسانان دي
ګوزار کوي په هر چا کارونه یې ناروا دي
دا ښکلي ، ښکلي ، ښکلي. دا ښکلي د هر چا دي
٭٭٭٭
بڼو باندې باندې ویشتل کوي، په زړونولوبول کوي
نه پیژني مینه دوی ، هسې ځورول کوي
هوښیار شه مدثره چا ویلي دا رښتیا دي
دا ښکلي ، ښکلي ، ښکلي. دا ښکلي د هر چا دي

لطیف ننګرهاری


دا ، دا ، دا
دا سترګې دې بیا داسې لکۍ داره تورې نه کړې
سرې،سرې،سرې، سرې شونډې دې سرې
دا ګلابي شونډې دې سرې نه کړی
٭٭٭
زلفو نه دې یو ، یو کمڅۍ جوړې کړه
تار ، تار ، تار زلفې تار په تار
پام چې په سپین مخ راخورې نه کړې
٭٭٭
شنه بنګړي ستا مټو کې ښایسته ښکاري
نه ، نه ، نه ، نه دا شنه بنګړي
شنه بنګړي له مټو لرې نه کړې
٭٭٭
هر چا ته د زړه رازوونه مه وایه
چپ ، چپ ، چپ راز مه وایه چپ
نورې جینکۍ خبرې نه کړې
٭٭٭
واي شګیوال پرهیز یو خال کیږده
درې، درې ، درې، خال په زنه درې
درې خاله په زنه پورې نکړې
٭
شاعر : پرهیز شګیوال

رحیم شاه او عاصمه لتا


http://www.youtube.com/watch?v=K9mqC6CJXEI
د وفا لاس راکړه ، زړه په اخلاص راکړه
دواړه لاسونه دې زما د غاړې هار کړه جینۍ
ما د مینې یار کړه جینۍ
درځار شم
ما د مینې یار کړه جینۍ
٭٭
عاصمه
چې وفا دار یې ،  نو زما یار یې
الله دې ، دې  نه هم مین په ما سیوا کړه
ما یاره خپله محبوبه کړه
جانانه
ما یاره خپله محبوبه کړه
٭٭٭٭
رحیم شاه
ګلې زما مینه په تا ده ، ستا محبت چې مې دنیا ده
د خپل ښایست په رنګینو کې مې خمار کړه جینۍ
ما د مینې یار کړه جینۍ
٭٭٭٭
عاصمه
زه جوړه شوی قدرتي یم ، جانانه ډیره قیمتي یم
دا خپل زړګی دې نور زما په حواله کړه
ما یاره خپله محبوبه کړه
٭٭٭٭
رحیم شاه
ستا په ښایسته رخسار مین یم.ګلې په تا پسې غمجن یم
عاصمه
غمونه مه کوه جانانه . زما د مینې قدردانه
رحیم شاه
مخ دې راواړوه ما موړ په خپل دیدار کړه جینۍ
ما د مینې یار کړه جینۍ
٭٭٭٭
سترګې مې ستا په لور کږې دی
زما په زړه بلې لمبې دي
ای بونیریه ته مجنون شه ما لیلا کړه
ما یاره خپله محبوبه کړه

Thursday, October 27, 2011

حشمت سحر او مسرت مومند


http://www.youtube.com/watch?v=3ABtRiKsw7s
حشمت سحر
رښتیا به راته واې . صفا به راته واې
زلفې دی ول ، ول په مخ د چا د پاره دي
مسرت مومند
رښتیا به درته وایم ، صفا به درته وایم
زلفې مې ول،ول په مخ دا ستا د پاره دي
٭٭٭
حشمت
منم چې ته ښایسته یې
د ګلو ګل دسته یې
ثاني دې چیرته نشته
د حسن ملکه یې
وینا به راته واې ، صفا به راته واې
زلفې دی ول ، ول په مخ د چا د پاره دي
٭٭٭
مسرت
ځواني به درنه ځار کړم
شوخي به درنه ځار کړم
زما د زړه درمانه
مستي به درنه ځار کړم
اشنا به درته وایم ، صفا به درته وایم
زلفې مې ول،ول په مخ دا ستا د پاره دي
٭٭٭
مسرت
وعده راسره وکړه
پخه راسره وکړه
حشمت
وصال یمه نادانې
ټپه راسره وکړه
مسرت
لیلا به راته واې ، صفا به راته واې
حشمت
لیلا به درته وایم ، صفا به درته وایم
زلفې دی ول ، ول په مخ د چا د پاره دي
مسرت
زلفې مې ول،ول په مخ دا ستا د پاره دي

هارون باچاه


د پښتنو کوڅې خو داسې بې ایمانه نه وې
داسې بې ژونده نه وې داسې بې جانانه نه وې
٭٭٭
کلونه پس شو سره مخ سره مو ونه ژړل
د پشکال وریځې  داسې بې بارانه نه وې
مه حیرانیږه که حیران ، حیران درګورمه نن
ته چیرته داسې په شا تللې د خندا نه نه وې
٭٭٭
زه مې په مینه چیرته داسې شکي شوی نه وم
ته  دومره لرې چیرته تللې د امکانه نه وې
چیرته چې چا برخې د مینې د دنیا ویشلې
هلته زمونږه د جذبو ژبې ګویانه نه وې
٭٭٭
مونږه د ځمکې لیوني به درته څه یادیدو
که ته پریوتې د خپل حسن د اسمانه نه وې
نه مو چا شور واوریده نه مو چیرته اور پورې کړو
جذبې د مینې خالي داسې د وجدانه نه وې
٭٭٭
د خاموشۍ د شور معنو ته به څوک څه رسیده
که پرهرونه د ګلاپ هسې ګویانه نه وې
چې خپله مینه به دې هم په هره لاره لوټي
سایله ته وتی د داسې امتحانه نه وې