Thursday, October 13, 2011

جانان که رانغی زیاتی به وکړي ، سرفراز


راته پیغور دا خپل زړګی به وکړي
جانان که رانغی زیاتی به وکړي
٭٭۱٭٭
دومر ستم په خپل مین مه کوه
ژوند به دې اور شي اوسیلی به وکړي
٭٭۲٭٭
دغه یو درد مې شو د ژوند ملګری
چې کله مړ شم نو قراری به وکړي
٭٭۳٭٭
عابد چې ستا د غم نه مخ واړوي
د خپلې مینې سپکاوی به وکړي
٭
شاعر: فضل سبحان عابد

No comments:

Post a Comment