رباعي
لا ده نادانه اشاره او حجاب نه پیژني
پښتنه خاوره لا د ژوند انقلاب نه پیژني
هر لیوني د خپل جنت په طرف لار ونیوه
هیڅوک په خپل ولس راتلونکی عذاب نه پیژني
سایله خپله مینه خپله خاوره خپله نغمه
چې څومره زور لرې دا یو انقلاب نه پیژني
غزل
دا ژبه که دې شته نکړه ورکیږې به پښتونه
لوټ کیږې به پښتونه تالا کیږې به پښتونه
٭٭٭
دا پوله دغه پوله هغه پوله، پولې پریږده
یوه ژبه پیدا کړه نو شته کیږې به پښتونه
٭٭٭
دا نن دور خو دور د هنر او تخلیق دی
دا دوه توکي چې نه لرې ژړیږه به پښتونه
٭٭٭
دا ناستې او ولاړې او ټوپک مشغلې پریږده
که ځان شته کول غواړې روانیږې به پښتونه
٭٭٭
ګونګۍ ژبه ګویا که دې نغمو د سایل نکړه
اوس درې ځایه یې دولس ځایه کیږې به پښتونه
لا ده نادانه اشاره او حجاب نه پیژني
پښتنه خاوره لا د ژوند انقلاب نه پیژني
هر لیوني د خپل جنت په طرف لار ونیوه
هیڅوک په خپل ولس راتلونکی عذاب نه پیژني
سایله خپله مینه خپله خاوره خپله نغمه
چې څومره زور لرې دا یو انقلاب نه پیژني
غزل
دا ژبه که دې شته نکړه ورکیږې به پښتونه
لوټ کیږې به پښتونه تالا کیږې به پښتونه
٭٭٭
دا پوله دغه پوله هغه پوله، پولې پریږده
یوه ژبه پیدا کړه نو شته کیږې به پښتونه
٭٭٭
دا نن دور خو دور د هنر او تخلیق دی
دا دوه توکي چې نه لرې ژړیږه به پښتونه
٭٭٭
دا ناستې او ولاړې او ټوپک مشغلې پریږده
که ځان شته کول غواړې روانیږې به پښتونه
٭٭٭
ګونګۍ ژبه ګویا که دې نغمو د سایل نکړه
اوس درې ځایه یې دولس ځایه کیږې به پښتونه
No comments:
Post a Comment