خیر دی که مات شولې زړګیه ستمګر دی کنه
جانان ته زړه ماتول څه دي زورور دی کنه
٭٭٭
دا خو مې هر وخت پریخودو ته د یارۍ جوړوي
دا په پښتو مین زړګي نه مې خبر دی کنه
جانان ته زړه ماتول څه دي زورور دی کنه
٭٭٭
زه بدنصیبه یم خپل زړه راسره هم ونکړه
رقیب خو ستا په مینه موړ دی بختور دی کنه
جانان ته زړه ماتول څه دي زورور دی کنه
٭٭٭
خطونه مه بندوه څانګې پښتو مه جوړوه
زړه به دې پړق د مین وچوي مساپر دی کنه
جانان ته زړه ماتول څه دي زورور دی کنه
٭٭٭
عابده تا سره زلمو او پیغلو ټولو وویل
په مونږه ګران دی پیښور خو پيښور دی کنه
جانان ته زړه ماتول څه دي زورور دی کنه
شاعر: فضل سبحان عابد
جانان ته زړه ماتول څه دي زورور دی کنه
٭٭٭
دا خو مې هر وخت پریخودو ته د یارۍ جوړوي
دا په پښتو مین زړګي نه مې خبر دی کنه
جانان ته زړه ماتول څه دي زورور دی کنه
٭٭٭
زه بدنصیبه یم خپل زړه راسره هم ونکړه
رقیب خو ستا په مینه موړ دی بختور دی کنه
جانان ته زړه ماتول څه دي زورور دی کنه
٭٭٭
خطونه مه بندوه څانګې پښتو مه جوړوه
زړه به دې پړق د مین وچوي مساپر دی کنه
جانان ته زړه ماتول څه دي زورور دی کنه
٭٭٭
عابده تا سره زلمو او پیغلو ټولو وویل
په مونږه ګران دی پیښور خو پيښور دی کنه
جانان ته زړه ماتول څه دي زورور دی کنه
شاعر: فضل سبحان عابد
No comments:
Post a Comment