Thursday, October 13, 2011

سترګې مې ګواه دی ، رابعه تبسم


ستا جداۍ کې چې ژړلي څومره ما دي
دا سترګې مې ګوا دي
یقین وکړه په خدای
یقین وکړه په خدای
٭٭٭
څه مازیګر څه مې سحر وه
د زړه مې یو الله خبر وه
د ژمي شپې مې تیرې کړي یک تنها دي
دا سترګې مې ګوا دي
یقین وکړه په خدای
یقین وکړه په خدای
٭٭٭
ستا جداۍ کې خوږه یاره
تل کړیدلی یم دلداره
ته څه خبر یې چې تیر شوی څه په ما دي
دا سترګې مې ګوا دي
یقین وکړه په خدای
یقین وکړه په خدای
٭٭٭
پری به دې نږدمه  قسم دی
بغیر له تا مې ژوند په غم دی
په ژوند مې څه خواږ لیدلي یاره ستا دي
دا سترګې مې ګوا دي
یقین وکړه په خدای
یقین وکړه په خدای
٭٭٭
په شپه کې پټ ژړلی ما دي
ستوري سپوږمۍ ګواه زما دي
ای بونیرۍ حکیم خانه دا رښتیا دي

دا سترګې مې ګوا دي
یقین وکړه په خدای
یقین وکړه په خدای
٭
شاعر: حکیم خان بونیری

No comments:

Post a Comment