د ایرو څلی مې وران نه کړې ورو تیر شه
باده ! زه هم د اشنا د عشق یادګار یم
٭٭
ما هم ډیر عمر د یار خوا کې تیر کړی
ځکه اوس په میرو ګرځمه بې یار یمه
باده ! زه هم د اشنا د عشق یادګار یم
٭٭
چې د ګل سره په ډکه خوله خندل ما
د بلبل په شان زړه سوی په چغار یمه
باده ! زه هم د اشنا د عشق یادګار یم
٭٭
د اشنا مجلس چې نه وي کور به څه کړم
دغه ښه ده چې بې دره بې دیار یمه
باده ! زه هم د اشنا د عشق یادګار یم
٭٭
چیرې زه هم د کار څیز وم راته یاد شي
دا خو اوس د یار په هجر کې بیکار یمه
باده ! زه هم د اشنا د عشق یادګار یم
باده ! زه هم د اشنا د عشق یادګار یم
٭٭
ما هم ډیر عمر د یار خوا کې تیر کړی
ځکه اوس په میرو ګرځمه بې یار یمه
باده ! زه هم د اشنا د عشق یادګار یم
٭٭
چې د ګل سره په ډکه خوله خندل ما
د بلبل په شان زړه سوی په چغار یمه
باده ! زه هم د اشنا د عشق یادګار یم
٭٭
د اشنا مجلس چې نه وي کور به څه کړم
دغه ښه ده چې بې دره بې دیار یمه
باده ! زه هم د اشنا د عشق یادګار یم
٭٭
چیرې زه هم د کار څیز وم راته یاد شي
دا خو اوس د یار په هجر کې بیکار یمه
باده ! زه هم د اشنا د عشق یادګار یم
No comments:
Post a Comment