عجیبه خلک دي د سترګو نه خوبونه یوسي
ښکلي زمونږ کلي ته راشي زمونږ زړونه یوسي
٭٭٭
مونږ پښتانه ورله د زړه په کور کې ځای ورکوو
څه میلمان دي د خپل ځان سره کورونه یوسي
٭٭٭
خدایګو دې خپل ساده زړګي ته حیران شوی یمه
زما یوه خبره نه اوري ستا پنډونه یوسي
٭٭٭
بیا مې نظر ستا د ښایست په درشل سر ایښی دی
بیا به د ځان سره دلۍ ، دلۍ غمونه یوسي
٭٭٭
مونږ د جانان د کلي تشه ځولۍ وړو خالده
نصیب دار خلک ترې ځولۍ ، ځولۍ ګلونه یوسي
٭
شاعر : خالد خان حسرت
ښکلي زمونږ کلي ته راشي زمونږ زړونه یوسي
٭٭٭
مونږ پښتانه ورله د زړه په کور کې ځای ورکوو
څه میلمان دي د خپل ځان سره کورونه یوسي
٭٭٭
خدایګو دې خپل ساده زړګي ته حیران شوی یمه
زما یوه خبره نه اوري ستا پنډونه یوسي
٭٭٭
بیا مې نظر ستا د ښایست په درشل سر ایښی دی
بیا به د ځان سره دلۍ ، دلۍ غمونه یوسي
٭٭٭
مونږ د جانان د کلي تشه ځولۍ وړو خالده
نصیب دار خلک ترې ځولۍ ، ځولۍ ګلونه یوسي
٭
شاعر : خالد خان حسرت
No comments:
Post a Comment