رباعي
څومره دې زور راکړلو څومره دې ځواني راکړه
خدایه دا څه په لیونتوب کې دې خاني راکړه
اوس به وزرې الوتو له خامخا غواړمه
پیدا په ځمکه شوم جذبه دې اسماني راکړه
٭٭٭
غزل
چې بې تا چا ته ټیټ نشي ننګیالی زما ژوندون کړه
زړه زما دې مسلمان وي تفکور مې د پښتون کړه
٭٭۱٭٭
زه له وخته ګیله نکړم چې ښادي یې له ما یوړه
خو کاروان مې د همت او استقلال بیرته راستون کړه
٭٭۲٭٭
په ګلشن یې کړې بدلې دا زما واړه شډلې
هر یو زړی د ملت مې تیغ په لاس کې رازرغون کړه
٭٭۳٭٭
زه دې وچ هډوکي شپیلم خو ملت مې دې سلطان وي
دا زما د سخن سیوری په معنی کې همایون کړه
٭٭۴٭٭
خدایه زیات کړې یو په لسه د پښتو د لیلا حسن
بیا زما مینه هم زیاته یو په لسه د تر مجنون کړه

No comments:
Post a Comment