Friday, October 28, 2011

مدثر زمان


ته مه وایه چې ستا دي،زه نه وایم چې زما دي
دا ښکلي ، ښکلي ، ښکلي، دا ښکلي د هر چا دي
نودا ولې ،دا ولې ،دا ولې،دا ځکه ، ځکه ، ځکه
چې ښکلي بې وفا دي، دا ښکلي د هر چا دي
٭٭٭٭
نازونه اداګانې کړي ، ښکلی خنداګانې کړي
خلک په ځان مین کړي ، بیا خونې بلا ورانې کړﺉ
فطرت کې یې دوکه ده نو دا واړه په خطا دي
دا ښکلي ، ښکلي ، ښکلي. دا ښکلي د هر چا دي
٭٭٭٭
لټکې دي ماران دي ، والله چې ښکلي وران دي
حصول د ښکلو نشته، دا څنګه انسانان دي
ګوزار کوي په هر چا کارونه یې ناروا دي
دا ښکلي ، ښکلي ، ښکلي. دا ښکلي د هر چا دي
٭٭٭٭
بڼو باندې باندې ویشتل کوي، په زړونولوبول کوي
نه پیژني مینه دوی ، هسې ځورول کوي
هوښیار شه مدثره چا ویلي دا رښتیا دي
دا ښکلي ، ښکلي ، ښکلي. دا ښکلي د هر چا دي

No comments:

Post a Comment