Thursday, October 13, 2011

مخه دې ښه میلمنې خورې، کشور سلطان


مخه دې ښه میلمنې خورې
ورځه په مخه دې دلۍ ، دلۍ ګلونه
٭
مخ کې چې ځې په وروسته ګوره
تا پسې ژاړي پښتنې ملالې جونه
٭
ګوره چې اوښکې توې نکړې
پرنګۍ جونه به پیغور درته کوینه
٭
باد چې د غره په لور را الوزي
پکې راوستوه عجب ته سلامونه
٭
زمونږه ملک د ننګیالو دی
د سر دښمن هم په سر سترګو کینوینه
٭
انګریز له ورشه ورته وایه
زمونږ په ملک باندې ونکړي غرضونه
http://www.youtube.com/watch?v=UA0o39zOhRI

No comments:

Post a Comment