http://www.youtube.com/watch?v=rsE2lnpN2eU
رباعي
زما د زړه په کور دې ور نه لګي
چې ستا د دنګې ځوانۍ سر نه لګي
که څوک مې وژني لاس یې هم نه نیسم
زما په یو حالت کې شر نه لګي
هغه دهقان یم که د ولږې مرمه
بغیر د ګلو مې بل کر نه لګي
٭٭٭
غزل
دومره لاسونه ظلم زور ته د دوران نه پریږدو
مونږ په یوه لاره هم لاره د جانان نه پریږدو
٭٭۱٭٭
د جام نه ګوټ اخلو کتاب د ناصحانو ګورو
مونږ که سرور اخلو لمنه د ایمان نه پریږدو
٭٭۲٭٭
د هر چا لاسو کې دي کاڼي او په ولي مونږه
دا مو قصور دی د نفرت نامه په ځان نه پریږدو
٭٭۳٭٭
سرونه داو کړو او نامه ورله د ګټې کیږدو
ګرانه د زړه لغت کې ټکی د تاوان نه پریږدو

No comments:
Post a Comment