Thursday, October 6, 2011

د جانان تصویر ، حشمت سحر


ما څومره په ګرانه څومره ګران تصویر جوړ کړی دی
زړه کې مې دننه د جانان تصویر جوړ کړی دی
»
زلفې غرونه ، غرونه تله راتله یې د بریښنا په شان
نن ورله وریځو په اسمان تصویر جوړ کړی دی
»
زه ساده پښتون پیغام د امن او د مینې یم
تا ته مې چا هسې چیرته وران تصویر جوړ کړی دی

ښکلي پکې ښکلي برنګ پکې بدرنګه وي
هر چا په ا
ئين کې د خپل ځان تصویر جوړ کړی دی
»
وخانده جانانه خوشبوي په جهان وشینده
تا له ستا خالد د ګل پشان تصویر جوړ کړی دی
»
شاعر خالد خان حسرت

No comments:

Post a Comment