قسم به راته وکړې د بل چا چې چیرته نشې
وفا درسره کومه بې وفا چې چیرته نشې
٭٭٭٭
زما دلته کې څوک بې له تانه ای جانانه
په تا باندې ډاډه یمه جدا چې چیرته نشې
٭٭٭٭
اوس ډیر زیات شه خوشحاله چې جانان مې درته وویل
د ډیرې خوشحالۍ نه په هوا چې چیرته نشې
٭٭٭٭
په مینه کې غم ډیر وي خوشحالي پکې وي کمه
زړګی دې ورته ټینګ کړه په ژړا چې چیرته نشې
٭٭٭٭
ما پریښودل ټول خلک خان حیدره ستا د پاره
هم تا له به درځمه بې پروا چې چیرته نشې
وفا درسره کومه بې وفا چې چیرته نشې
٭٭٭٭
زما دلته کې څوک بې له تانه ای جانانه
په تا باندې ډاډه یمه جدا چې چیرته نشې
٭٭٭٭
اوس ډیر زیات شه خوشحاله چې جانان مې درته وویل
د ډیرې خوشحالۍ نه په هوا چې چیرته نشې
٭٭٭٭
په مینه کې غم ډیر وي خوشحالي پکې وي کمه
زړګی دې ورته ټینګ کړه په ژړا چې چیرته نشې
٭٭٭٭
ما پریښودل ټول خلک خان حیدره ستا د پاره
هم تا له به درځمه بې پروا چې چیرته نشې
No comments:
Post a Comment