Thursday, October 13, 2011

رحیم شاه او نازیه اقبال


رحیم شاه
د حسن په شغلو باندې مې سترګې بریښوي
پري د پریستان ده
پري د پریستان ده زړګې مې تښتوي

دا زړګی مې تښتوي
نازیه اقبال
ما چې لیدلی یې هلکه خوښ زما شوې
هم ته زما اشنا شوی ستا مینه به کوم
هم ته زما اشنا شوی ستا مینه به کوم
٭٭٭
رحیم شاه
راغلې په ځوانۍ ده پشان د ښاپیرۍ ده
په خوی کې شهزادګۍ ده
ګلونه ترې شرمیږي مخ په پاڼو پټوي
پري د پریستان ده
پري د پریستان ده زړګې مې تښتوي
دا زړګی مې تښتوي
٭٭٭
نازیه
چې ته مې قدردان شوی زما د کلي خان شوې
هم ته زما جانان شوې
زما د زړه په کور د ټول عمر بادشاه شوې
هم ته زما اشنا شوی ستا مینه به کوم
هم ته زما اشنا شوی ستا مینه به کوم
٭٭٭
رحیم شاه
رنګینه نن فضا ده چې خوا کې مې لیلا ده
په جوش کې نن هوا ده
٭
نازیه
یم ښکلې بې مثاله کږه ځمه د خیاله
زه یم بدري جماله
٭
رحیم شاه
ښایست د پیغلوکۍ په ما اورونه بلوي
پري د پریستان ده
پري د پریستان ده زړګې مې تښتوي
دا زړګی مې تښتوي
٭٭٭
رحیم شاه
اقرار کوي زما شوه په مینه مې رضا شوه
چې ما ته په خندا شوه
لاسونه کلک د مینې حکیم خانه راکوي

پري د پریستان ده
پري د پریستان ده زړګې مې تښتوي
دا زړګی مې تښتوي

No comments:

Post a Comment