Friday, October 21, 2011

اشرف ګلزار


ته چې راځې د پښتونخوا د زړه په ور راشه
ګرانه لالۍ خامخا په پیښور راشه
په پیښور راشه
٭٭٭
ستا هر کلي ته پښتانه بادونه
د خپل وطن خواږه ، خواږه بادونه
وږمه ، وږمه ، نشه ، نشه بادونه
په انتظار دي مساپره یاره ژر راشه
ګرانه لالۍ خامخا په پیښور راشه
په پیښور راشه
‏٭٭٭
ګرانه اشنا چې پیښور ته راشې
لکه چې خپل کلي خپل در ته راشې
شپې ته که راشې که سحر ته راشې
د زړه وطن ته مې اشنا لکه اختر راشه
ګرانه لالۍ خامخا په پیښور راشه
په پیښور راشه
٭٭٭
په پښتنه لاره راځې کلي ته
زما عابده د خپل زړه کلي ته
په غریبۍ پاتې ښایسته کلي ته
خپل ملکنډ ته د بابا په اشنغر راشه
ګرانه لالۍ خامخا په پیښور راشه
په پیښور راشه
٭
شاعر : فضل سبحان عابد

No comments:

Post a Comment