Monday, October 17, 2011

همایون خان او رحیم شاه


د چا پروا نه کوو غم د دنیا نه کوو
مونږ د وفا لیوني یره د چا نه کوو
یره د چا نه کوو
په یارانه کې ټول بندونه د سماج نه منو
مونږ یو رواج نه منو
یاره ، یاره
مونږ یو رواج نه منو
٭٭٭
مونږه د خپلې دوستۍ په نره پت پاللی
مونږه پښتو پاللې مونږه غیرت پاللی
په یو حالت کې د رسمونو احتجاج نه منو
مونږ یو رواج نه منو
یاره ، یاره
مونږ یو رواج نه منو
٭٭٭
مونږه یاران د مینې، زمونږه زړونه یو دي
زمونږ لار یوه ده، زمونږ سوچونه یو دي
بغیر د مینې د دردونو بل علاج نه منو
مونږ یو رواج نه منو
یاره ، یاره
مونږ یو رواج نه منو
٭٭٭
که خلک هر خه واي مونږ بیلولی نشي
مونږ د یو بل په خوا کې رقیب زغملی نشي
مونږه په ځان باندې ظلمونه د سامراج نه منو
مونږ یو رواج نه منو
یاره ، یاره
مونږ یو رواج نه منو
٭

No comments:

Post a Comment