Thursday, October 13, 2011

رو ، رو راځه ، همایون خان


راګوري په خندا
 په ناز او په ادا
لږ ورو ږده قدمونه
د زړګي مې وځي ساه
رو رو راځه
ګلې رو رو راځه
پایل دې شرنګوه
ګلې رو رو راځه
٭٭٭٭
ستا ښایسته ځواني، ځوانۍ نه ځار شمه
شانه وانه اوربل ، اوربل نه ځار شمه
سترګې دې سرې لمبې، لمبو نه ځار شمه
کړي سترګې اشارې په مړو کتو راځه
پایل دې شرنګوه ګلې رو، رو راځه
٭٭٭٭
ستا هر دیدن سره زړه ناکراره شي
د زلفو ول، ول کې نظر ګرفتاره شي
شرنګ د بنګړو نه دې وار چې بې واره شي
ځار د سپینو لیچو، شنو بنګړو راځه
٭٭٭٭
نن خو دا ومنه زه دې جانان یمه
ستا د دې یو خبرې زه په ارمان یمه
ستا په نوم شو ژوندون داسې نادان یمه
په ناز او په ادا په نخرو، نخرو راځه
٭٭٭٭
رو رو راځه
ګلې رو رو راځه
پایل دې شرنګوه
ګلې رو رو راځه

No comments:

Post a Comment