Saturday, October 1, 2011

یو ځلې دې بیا جانانه اور ولګوه ، ماسټر علي حیدر


یه! ښایسته جانانه تا چې وکړلو سینګار
وسومه ، لوګی شومه ، ستي شوم په انګار
ستا خندا په ما
ستا خندا په ما
ستا خندا په ما د مینې تور اولګوه
یو ځلې دې بیا جانانه اور ولګوه
٭٭٭٭
زلفې دې خورې ورې
سپین مخ دې د ګلاب پشان
نور لیونی کیږمه
نه پوهیږمه زه په ځان
شرنګ دې د بنګړو
شرنګ دې د بنګړو
شرنګ دې د بنګړو په هر یو لور ولګوه
یو ځلې دې بیا جانانه اور ولګوه
٭٭٭٭
غټو ، غټو سترګو دې
کړی دی جادو په ما
زړه کې مې جوړ شوی دی
ستا ښکلی تصویر لیلا
اور مې په زړه بل
اور مې په زړه بل
اور مې په زړه بل وه تا په نور ولګوه
یو ځلې دې بیا جانانه اور ولګوه
٭٭٭٭
راغلې زما خوا له ته
و دې کړو اقرار صنم
ستا یمه زه ستا به یم
وایمه په جار صنم
دا دې د فردوس
دا دې د فردوس
دا دې د فردوس په زړه ټکور ولګوه
یو ځلې دې بیا جانانه اور ولګوه

No comments:

Post a Comment