Wednesday, October 26, 2011

کرن خان


http://www.youtube.com/watch?v=NX_IytuAMyU
وایه زړه دې څه غواړي ما خو درنه نه غواړي
ستا لیونی ستا ملنګ ستا وختونه ښه غواړي
٭٭٭
مینه رسوم سر ته . ګوره چې هر څه غواړي
بیا ستوري لیدلوله. بام ته به خاته غواړي
بام ته به خاته غواړي
ربه ګناهګار نشم. سوال که رانه زړه غواړي
ستا لیونی ستا ملنګ ستا وختونه ښه غواړي
٭٭٭
ډیره ژوندون ستړې کړه. غیږ کې مې دمه غواړي
یه جانانه یو بل ته .  بیا غاړه واته غواړي
بیا غاړه واته غواړي
ښار کې ژوندون نه کیږي. غرونو ته واته غواړي
ستا لیونی ستا ملنګ ستا وختونه ښه غواړي
٭٭٭
ډیره موده پس راغله.ډیر ورته کاته غواړي
بیا ورله نکریزې وړم.بیا لاسونه سره غواړي
بیا لاسونه سره غواړي
دا زړه تنده غری مې.ستا د کور اوبه غواړي
ستا لیونی ستا ملنګ ستا وختونه ښه غواړي
٭٭٭
څه د مساپر اختر.خپل کلی لیده غواړي
بیا مڼې سرې شوې دي.بیا کابل ته تله غواړي
بیا کابل ته تله غواړي
یه مخلصه ستا کیسې. شپې د بارانه غواړي
ستا لیونی ستا ملنګ ستا وختونه ښه غواړي

No comments:

Post a Comment