http://pashtomp3.com/k-haroon-bacha-42.htm
رباعي
شګې ، شګې للمه ځمکه ده سور اړ دی
د احساس ګل مې موسکی پکې ولاړ دی
نو- ته به څنګ شې پکې خوښ نازکه یاره
د سایل د شعور ټول وطن کاړ ، کاړ دی
غزل
د پاسه واورې وریدې غرونو لمبې کولې
ما او جانان چې د یو بل سره وعدې کولې
٭٭٭
غرونه خاموش و چنارونه ، نښترونه خاموش
یار لیوني پکې وریتې ، وریتې ټپې کولې
ما او جانان چې د یو بل سره وعدې کولې
٭٭٭
دا پښتونخوا ده د ښایست ناوې د مینې ناوې
دلته به هر سپرلي د اور د ګل جامې کولې
ما او جانان چې د یو بل سره وعدې کولې
٭٭٭
دلته به قتل شو سایل دلته به بیا ژوندې شو
ورته لیوالې درخو داسې اشارې کولې
ما او جانان چې د یو بل سره وعدې کولې
شاعر: رحمت شاه سایل
شګې ، شګې للمه ځمکه ده سور اړ دی
د احساس ګل مې موسکی پکې ولاړ دی
نو- ته به څنګ شې پکې خوښ نازکه یاره
د سایل د شعور ټول وطن کاړ ، کاړ دی
غزل
د پاسه واورې وریدې غرونو لمبې کولې
ما او جانان چې د یو بل سره وعدې کولې
٭٭٭
غرونه خاموش و چنارونه ، نښترونه خاموش
یار لیوني پکې وریتې ، وریتې ټپې کولې
ما او جانان چې د یو بل سره وعدې کولې
٭٭٭
دا پښتونخوا ده د ښایست ناوې د مینې ناوې
دلته به هر سپرلي د اور د ګل جامې کولې
ما او جانان چې د یو بل سره وعدې کولې
٭٭٭
دلته به قتل شو سایل دلته به بیا ژوندې شو
ورته لیوالې درخو داسې اشارې کولې
ما او جانان چې د یو بل سره وعدې کولې
شاعر: رحمت شاه سایل
No comments:
Post a Comment