Thursday, October 27, 2011

هارون باچاه


د پښتنو کوڅې خو داسې بې ایمانه نه وې
داسې بې ژونده نه وې داسې بې جانانه نه وې
٭٭٭
کلونه پس شو سره مخ سره مو ونه ژړل
د پشکال وریځې  داسې بې بارانه نه وې
مه حیرانیږه که حیران ، حیران درګورمه نن
ته چیرته داسې په شا تللې د خندا نه نه وې
٭٭٭
زه مې په مینه چیرته داسې شکي شوی نه وم
ته  دومره لرې چیرته تللې د امکانه نه وې
چیرته چې چا برخې د مینې د دنیا ویشلې
هلته زمونږه د جذبو ژبې ګویانه نه وې
٭٭٭
مونږه د ځمکې لیوني به درته څه یادیدو
که ته پریوتې د خپل حسن د اسمانه نه وې
نه مو چا شور واوریده نه مو چیرته اور پورې کړو
جذبې د مینې خالي داسې د وجدانه نه وې
٭٭٭
د خاموشۍ د شور معنو ته به څوک څه رسیده
که پرهرونه د ګلاپ هسې ګویانه نه وې
چې خپله مینه به دې هم په هره لاره لوټي
سایله ته وتی د داسې امتحانه نه وې

No comments:

Post a Comment