Wednesday, October 26, 2011

شوکت محمود


کاش چې زه او ته وای د کالام په طرف تلی
واورې وریدې جانانه واورې وریدای

سرې د ګلو څانګې هر طرف ته ګډیدای
واورې وریدې جانانه واورې وریدای
٭٭٭
ګل دی وای په ګوتو کې او ما ته دې ویلی وای
دا ګل به هم تا ته په کالام کې درکومه زه
نن مې په لومړي ځل شونډې ستا په نوم منلی وې
تا له به یې ګرانه په انعام کې درکومه زه
ته وای لیونۍ، لیونۍ زه وای لیونی
واورې وریدې جانانه واورې وریدی
٭٭٭
دواړو الفتونه ځنګولی د موسم په ټال
دواړه د یو بل په تماشه وای د سیند غاړه وای
ما وکړې لمبې په خندا شین شوې ستا د زنه خال
ته په سور سالو کې په یو دنګ کمر ولاړه وای
دواړه د یو بل سترګو کې رو، رو ډوبیدای
واورې وریدې جانانه واورې وریدی
٭٭٭
ته وای خندیدی او د سایل په ځان کې ځان نه وای
بلکې سم جهان وای چې د دغسې جهان نه وای
سترګې وای خندا وای تصور د سود او زیان نه وای
هر څه دې جانان وای هیڅ دې نه وای چې جانان نه وای
زه دې ژړیدای، ژړیدای ته دې خندیدای
واورې وریدې جانانه واورې وریدی

No comments:

Post a Comment