Tuesday, October 25, 2011

ماسټر علي حیدر


http://www.youtube.com/watch?v=ApJ4TZMobpE
خوله دې وړه ښکلی ده بل دې لهجه ښکلی ده
د پرښتې غوندې یې هم دې څیره ښکلې ده
٭٭٭
الله پیدا کړې ښکلی
وړې خوږې بلبلې
لکه د زرکې پشان
ستا تکې سرې منګولې
ای مینه ناکې لیلا هم دې نامه ښکلی ده
د پرښتې غوندې یې هم دې څیره ښکلې ده
٭٭٭
غړۍ د زاڼې لرې
رنګ د مماڼې لرې
کمڅۍ دې تور ښاماران
هم پاڼې ، پاڼې لرې
هسکه دې ونه ښکلې ، ستا لوپټه ښکلی ده
د پرښتې غوندې یې هم دې څیره ښکلې ده
٭٭٭
دا ستا وړې خبرې
خوږې ، خوږې خبرې
هیڅ بې لوظي نه کوي
ستا پښتنې خبرې
بهانه نه جوړې ستا خو وعده ښکلې ده
د پرښتې غوندې یې هم دې څیره ښکلې ده
٭٭٭
دا د هلال وطن دی
د کږوال وطن دی
دا د سپین غر دره ده
اباد خوشحال وطن دی
ډیر پښتانه خلک دي ټوله کږه ښکلی ده
د پرښتې غوندې یې هم دې څیره ښکلې ده
شاعر: هلال کږوال

No comments:

Post a Comment